په خورا تأسف سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کراچئ د دارالعلوم مشر مشهور او معروف رباني عالم، په اردو، عربي او انګلیسي ژبو کې د ډيرو کتابونو مؤلف، د اسلامي اقتصادي نظام او اسلامي بانکي سيستم نوښتګر، فقيه، شيخ التفسير والحديث مولانا مفتي محمد تقي عثماني نن د دين د دښمنانو لخوا له يوه مرګوني بريد څخه روغ رمټ وتلئ ده، خو د نوموړي دوه ګاردان وژل شوي دي. د فقه، تفسير او حديثو د مدرس او مولف په صفت، له سود څخه د پاک اسلامي مالياتي نظام د متعارف کيدو او اسلامي بانکي سيستم په رائجولو کې د مولانا محمد تقي عثماني شاهکاري د اسلامي نړئ لپاره ستره لاس ته راوړنه ده. حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په نوموړي باندې مرګونئ بريد په سختو ټکو غندي. دغه ناوړه ناروا او وحشي عمل د دين او علم د دښمنانو ناکامه هڅه ګڼي، شهيدانو ته له رب المتعال څخه جنت النعيم او مولانا مفتي تقي عثماني صاحب ته د دين د خدمت لپاره د لا زيات خدمت توفيق غواړي. د کائناتو خالق دې نوموړئ په خپل امن امان کې وساتي