متاسفانه چي دلته د جگړو ټولې خواوې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند ژغورلو په تړاو بې احتیاطي کوي.
دلته لا هم توپک، بم، الوتکې، توپ او ټانک د بېګناه افغانانو سینې غلبېلوي.
دلته لا هم د بېګناه افغانانو وژل په یو او بل نوم توجیه کیږي.
دلته لا هم د بېګناه افغانانو کورني آو بهرني قاتلان له هر ډول عدلي او قضايي تعقیب څخه مصون دي.
دلته لا هم افغانان د پردۍ جګړې قرباني ورکوي، که نن په کندهار او لشکرګاه کې، پرون په سنګین، هغه بله ورځ په زرمت کې ملکي بې ګناه افغانانو وینه توی شوه، نو هیڅ ژمنه نشته چې سبا به بل ځای او بله ورځ به بل ولایت کې بیا نور ملکي افغانان نه وژل کیږي، شهید عبیدالله بارکزی په دین او هیواد مین افغان ولسي استازی او له وړتیاوو ډک مسلمان مبارز نن د جګړ د وحشت ښکار شو.
حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان شهید عبیدالله بارکزي او نورو شهیدانو ته جنت الفردوس، کورنیو ته یې اجرعظیم او صبر جمیل غواړي، په جګړه کې د ښکیل هر لوري له خوا، تر هر نوم او عنوان لاندې په هر ډول شرایطو کې د بې ګناه خلکو وژل غندي او د جګړو په ټولو خواوو غږ کوي، چې د بېګناه خلکو ژوند ژغورلو په موخه لازم او اړین ګامونه واخلي.