روسیې، ایران او د خلیج څلورو هیوادونو د امریکا د ولسمشر د هغه دریځ په اړه اعتراض کړی چې په رسمي توگه یې د جولان غونډۍ د اسرائیلو د حاکمیت د برخې په توګه وپېژندلې.
سعودي عربستان، بحرین، قطر او کویټ، چې په سیمه کې د امریکا نژدې متحدین او د امریکایي اډو کوربانه دي، د ټرمپ په تصمیم یې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه غونډۍ د عربانو ملکیت دی.
سعودي عربستان ویلي، د امریکا دغه اقدام د منځني ختیځ د سولې پر بهیر او د سیمې په امنیت او ثبات باندې ناوړه اثر کوي او د امریکا دغه تصمیم د ملگرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وایي، جمهور رئیس حسن روحاني ویلي “تصور یې نشو کولای چې په امریکا کې یو شخص د ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف د یو هیواد ځمکه یو بل استعارګر هیواد ته ورکوي.
پدې ترڅ کې د روسیې د جمهور رئیس ویاند دیمیتري پسکوف، ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس دغه تصمیم کولای شي په سیمې منفي اثر وکړي. هغه وویل ټاکل شوې چې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سوریې د جمهور رئیس سره په لیدنه کې چې په مسکو کې کیږي پدې اړه خبرې وکړي.
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مارچ ٢٥) پداسې حال کې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې په څنگ کې ولاړ و، په سپینه ماڼۍ کې یې د جولان پر لوړو باندې د اسرائیل د مالکیت په رسمیت پیژندلو په اړه اعلامیه لاس لیک کړه.
اروپایي ټولنې هم ویلي دي چې د جولان غونډۍ یوه “اشغال شوې سیمه” ده او زیاته کړې ده چې د اروپایي اتحادیې موقف پدې هکله ندی بدل شوی.
اسرائیل په ١٩٦٧ کې د منځني ختیځ د جنگ پر وخت دغه سیمه د سوریې نه نیولې وه او په ١٩٨١ کال کې یې هغه د اسرائیل د یوې برخې په توگه اعلان کړه. خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د جولان غونډۍ د اسرائیل ملکیت نه دی گڼلی.