ﺩﺍ ﺳﻤﻪ ﺩﻩ ﭼﯽ ﺩﻟﺘﻪ ﯾﻮﻩ ﻣﺮﻣﻮﺯﻩ ﻣﺠﻬﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﭘﺮﺩﺉ ﺍﺳﺘﺨﺒﺎﺭﺍﺗﯽ جګړه ﺭﻭﺍﻧﻪ ﺩﻩ. ﺩﺍﻫﻢ ﻣﻨﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ډﻭﻝ ﺟګړه ﮐﯽ ﻃﺒﻌﺎ ملکي خلک زیان ﻭیني، ﺧﻮ ﺩﻟﺘﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﻟﻪ ﻋﺎﺩي ملکي ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺍﻭښتي ﺩﻩ. ﭘﻪ جګړو ﮐﯥ ﺩ ﻣﻠﮑﻲ ﺧﻠﮑﻮ ﻭﮊﻝ ﻭﺭځنۍ ﺟﻨﺎﻳﺖ ګرﺯﻳﺪﻟﺊ ﺍﻭ ﺩ ﻣﺨﻨﻴﻮﻯ ﭘﻪ  تړاو دهیڅ ډﻭﻝ ﺍﻗﺪﺍﻣﺎﺗﻮ څرک نه لګیږي.

ﭘﻪ جګړه کې ﺩ ملکي ﺍﻭ ﺑﻲ ﻭﺳﻠﯥ ﺧﻠﮑﻮ ﻭﮊﻝ ﺩ جنګي ﺟﻨﺎﯾﺘﻮﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻭﺣﺸﺘﻨﺎﮎ ﺻﻮﺭﺕ ﺩی ﭼﯽ ﺩ ﺩﯾﻤﻮﮐﺮﺍﺳﯽ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﻩ ﺍﺗﻠﺲ ﮐﻠﻨﯽ ﺩﻭﺭﯤ ﭘﻪ ﺍﻭﺍﺋﻠﻮ کې د ۲۰۰۱  ﮐﺎﻝ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﯽ ﯾﺮﻏﻞ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﭘﯿﻞ ﺷﻮﻩ  کله ﭼﯽ ﭘﻪ ﺯﺭګوﻧﻪ ﻃﺎﻟﺐ ﺟﻨګیالي ﺩ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎ ﺗﺮ ﺳﺮﭘﺮﺳﺘﻲ ﻻﻧﺪﯼ ﺩﻭﺳﺘﻢ ﺍﻭ ﺍﻭ ﻋﻄﺎ ﻧﻮﺭ جنګیالیو ﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﯼ ﺷﺮﻁ ﺗﺴﻠﯿﻢ ﺷﻮ ﭼﯽ ﻫﻐﻮﯼ ﺑﻪ ﺳﺮﻩ ﺻﻠﯿﺐ ﺗﻪ ﺳﭙﺎﺭﻝ ﮐﯿﯼ ﺧﻮ ﺩﻏﻪ ﻃﺎﻟﺐ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﺷﻮﻱ ﺳﺮﺗﻴﺮﻱ ﺩ ﮊﻣﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼﻑ ﭘﻪ ﮐﺎﻧﺘﯿﻨﺮﻭﻧﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﺭﺍ ﻭﺣﺸﯿﺎﻧﻪ ﺗﻮګه ﻭﻭﮊﻝ ﺷﻮﻝ ﻭ ﺩﻟﯿﻠﯽ ﭘﻪ ﺩښته ﮐﯽ ﭘﻪ ډﻟﻪ ﺍﯾﺰﻩ ﺗﻮګه ﺗﺮ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﻻﻧﺪﯼ ﺷﻮﻝ.

ﻧﯿﻮﯾﺎﺭﮎ ټایمز ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﻋﺎﻡ ﻭﮊﻧﻪ ﮐﯥ  CIA,ﺩﻭﺳﺘﻢ ﺍﻭ ﻋﻄﺎ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮﺭ پړه ګڼي. ﺍﻭﺑﺎﻣﺎ ﺩ ﺩﻏﯽ ﻏﻤﯿﺰې ﺩ څیړلو ﮊﻣﻨﻪ ﮐړي ﻭﻩ، ﺧﻮ ﻣﺘﺎﺳﻔﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺩﻏﯽ ﻋﺎﻡ ﻭﮊﻧﯽ ﻋﺎﻣﻠﯿﻦ ﻧﻪ ﻳﻮﺍﺯﻱ محکمې ﺗﻪ ﺭﺍﮐﺶ ﻧﻪ ﺷﻮﻝ، ﺑﻠﮑﻪ ﭘﻪ ﻟﻮړ ﺩﻭﻟﺘﻲ ﭘﻮﺳﺘﻮﻧﻮ ﻫﻢ ﻭ ﻧﺎﺯﻭﻝ ﺷﻮل.

له ۲۰۰۱ کال  ﻧﯿﻮﻟﯽ ﺑﯿﺎ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﭘﻮﺭﯼ ﭘﻪ ﻟﺲ ګونه ﺯﺭﻩ بیګانه ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﺍ جګړي ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﺳﻮﻥ ﺗﻮﮐﻲ ګرزیدلی ﺩﯼ.

ﺩ ﺣﻴﺮﺕ ﺍﻭ ډﻳﺮ ﺗﺄﺳﻒ ځاي ﺧﻮ ﻻ ﺩﺍﺩﻩ ﭼﯥ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﭘﻮﺭﯤ ﻣﻮنږ  ﺩﺍﺳﯽ بیلګه ﻧﻪ ﻟﺮﻭ ﭼﯽ ﺩ ملکي ﻭﮊﻧﻮ ﻋﺎﻣﻠﯿﻦ ﺩﯤ ﮐﻮﻡ جګړه ﺍﻳﺰ ﻟﻮﺭﻱ ﺗﺮﻋﺪﻟﯽ ﺍﻭﺩﻗﻀﺎﯾﯽ ﺗﻌﻘﯿﺐ ﻻﻧﺪﯼ ﻧﯿﻮﻟﻲ ﻭﻱ ﺍﻭ ﻳﺎ ﻣﺤﮑﻮﻡ ﺑﺎﻟﺠﺰﺍ ﺷﻮﯼ ﻭﯼ.

ﺩ ﻣﻠﮑﯽ ﺍﻭ ﺑﯽ ګناه ﺧﻠﮑﻮ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ ﻋﻤﺪﺗﺎ ﺩ ﺟﻨګیالیو ﻧﺎ ﻣﺴﻠﮑﯽ توب، ﺩ ﭘﻮﻫﯥ ﺧﻮﺭﺍ ټیټه ﮐﭽﻪ ،  ﺩ ﺍﻣﻨﯿﺘﯽ ځواکونو ﺍﻭ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻟﯿﮑﻮ ، د پردیو استخباراتي کړیو شتون،  ﺩ ﻣﻨﺎﺳﺐ ﭘﻼﻥ ﺍﻭ ﺗﺪﺑﯿﺮ ﭘﻪ ځاي، احساسات کارول،کینه، تعصب ، ﻋﻘﺪﯾﯽ چلند ، بی پروایی، په جګړه کې خپلو دندو ته پاملرنی نه کول،  ﭘﻪ ځنی ﻣﻮﺍﺭﺩﻭ ﮐﯽ ﻋﺎﻣﻪ ﺗﺄﺳﻴﺴﺎﺕ ، ﺍﻭ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﮐﻮﺭﻭﻧﻪ ﺩ سنګر ﭘﻪ ﺗﻮګه ﮐﺎﺭﻭﻝ، په مشرانو کې د درک او درد ﺍﺣﺴﺎﺱ ﮐﻤﻮﺍﻟﺊ ﺍﻭ ﺩﺍﺳﯽ ﻧﻮﺭﯼ نیمګړتیاوي ګڼلالی ﺷﻮ  ﭼﯽ ﯾﻘﯿﻨﺎ ﻳﯥ ﺩ ﻣﻠﮑﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﮐﭽﻪ ﻳﯥ ﺧﻮﺭﺍ ﻟﻮړﻩ کړي ﺩﻩ.

متاسفانه روانه جګړه ﮐﯽ ﻫﺮ ﻟﻮﺭﯼ ﺩ ﻣﻠﮑﯽ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺩ ﮐﭽﯽ ﻻ ډﯾﺮﻭﺍﻟﯽ  ﮐﯽ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﺮﯼ ﺍﻭ دواړو ﺧﻮﺍﻭ ﺩ ﺩﻏﻪ ﻧﺎﻭﺭﯾﻦ ﺩ ﻣﺨﻨﯿﻮﯼ ﻟﭙﺎﺭﻩ څومره ﭼﯽ ﻻﺯﻡ  ګڼل کیږي هڅي نه دي کړي.

ﮐﻪ ﺣﮑﻮﻣﺘﯽ ﺍﻣﻨﯿﺘﯽ ځواکونه ﭘﻮهیږي ﭼﯽ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ځانګړي ﮐﻮﺭ ، کلی او حجره کې  ﻣﻠﮑﯽ ﺧﻠﮏ د ښځو او ماشومانو په ګډون  ﻣﻌﻤﺮ ﺍﺷﺨﺎﺹ ﻫﻢ ﺍﻭسیږي ﻧﻮ ﻭﺳﻠﻮﺍﻝ ﻣﺨﺎﻟﻔﯿﻦ ﻫﻢ ﭘﻮهیږي ﭼﯽ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ځاینو ﮐﯽ ﻣﻠﮑﯽ ﺧﻠﮏ ﻫﻢ ډﯾﺮ ﺩﯼ ﭼﯽ ﻫﻐﻮﯼ ﭘﮑﯽ ﺍﻧﺘﺤﺎﺭ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻫﻢ ﺍﻧﻔﺠﺎﺭ ﮐﻮي.

ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺯﻣﻮنږ ﻫﯿﻮﺍﺩ ﺩ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﻟﻪ ﺗﺮټولو ګواښوﻧﮑﯥ ﺍﻭ ﺑﻮږﻧﻮﻧﮑﯥ، سیاسي ، ټولنیز ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﯼ ﺍﻭ ﺍﻣﻨﯿﺘﯽ ﺣﺎﻟﺖ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﺩﻩ، اداري فساد، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﺣﻮﺻﻠﻪ ننګوي. ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺍﻭ ﻭﻟﺲ ﺗﺮمنځ ﺯﻳﺎﺗﻴﺪﻭﻧﮑﺊ ﻭﺍټن ، د نظام بقا ګواښي ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺍﻭ ﻭﺳﻠﻮﺍﻝ ﻣﻘﺎﻭﻣﺖ ، ﺯﻣﻮنږ ﻫﯿﻮﺍﺩ   دﺳﻴﻤﻪ اﻳﻴﺰﻭ ﺍﻭ نړایوالو  ﻧﻴﺎﺑﺘﻲ جګړو ډګر ګرزولی ده. د جګړو لا شدت له ویری څخه دلته د ژوند او ټیکاو په نام ټولي هیلي  په باد رژولي دي.

دحکومت په  تیت پراګنده او پاشلې اډانه کې زورواکی، فساد،  په ګمارولو کې د وړتیا په ځاي شحصي او فامیلي اړیکي  کارول، په مذهبي او ژبنیو بنسټونو د واک د ویش څه ورهااخو د جګړي په مهال د ملکي خلکو وژل هغه جنایت ده چې د نظام او ولس ترمنځ واټن زیات کړئ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻡ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩ ﻭﻟﺴﻲ ﺑﺎﻭﺭ ﮐﭽﻪ ﺧﻮﺭﺍ ښکته ﺳﻄﺤﯥ ﺭﺍ ټیټ ﺷﻮﺉ ﺩﻩ.

که عقل د قضاوت په مسند قاضي شي،ﻣﻨﻄﻘﻲ ﺩﺭﺍﺋﻴﺖ ﺩ ﺍﺳﺘﺪﻻﻝ،  دمنلي ژبې په توګه وپیژندل شي ،ﺩ ﺳﯿﻤﯥ ﺍﻭ نړۍ ﭘﻪ ﮐﭽﻪ ﺩ دښمانانو ، ﺑﺪﻱ ﻫﯿﻠﯥ ﺩ ﯾﻮ ځمکني ﻭﺍﻗﻌﯿﺖ ﺩﺭﻟﻮﺩﻭﻧﮑﻲ ﻟﺮ ﻟﯿﺪ ﭘﻪ ډﻭﻝ ﺩ ﻧﻈﺮ ﻻﻧﺪﻱ ﻭﻧﯿﻮﻝ ﺷﯽ ﻧﻮ څرګنده ﺑﻪ ﺷﯽ ﭼﯽ ﺩ ﻣﻠﮑﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮﻝ ﺯﻣﻮنږ ﺩ ټولو ﺳﺘﻮﻧځو ﯾﻮﺍﺯﻧﯽ ﺣﻞ ﻻﺭﻩ ﭘﻪ ﺳﻮﻟﻪ ﮐﯽ ﻧﻐښتې ﺩﻩ.

ﺍﻣﺎ ﺳﻮﻟﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﺣﻞ ﻻﺭﻩ ګرﺯﯾﺪﻟﻲ ﺷﯽ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺳﻮﻟﻪ ﻫﺪﻑ  وبلل شي ﻧﻪ ﺗﮑﺘﯿﮏ ﺍﻭ ﺩ ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﻻﺭ ﮐﯥ ﺩ ﭘﺮﺍﺗﻪ خنډونه ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ﺩ  ذیدخله خواو، له لوری مخامخ، ﺟﺪﯼ ﺍﻭ ﻧږدې ﮐﻮﻧﮑﯥ ﺧﺒﺮﻱ  ﻭﺷﯽ .

 

عبدالوحید وحید