د سوریي د خاورې په یوه کوچنۍ برخه دوه کلن جنجال د ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ نوي سیمه ییز کړکیچ ته یوړه، داسې کړکیچ  چې د ستونزې اواری یې مبهم کړی او د سیاسیونو د تبلغاتو لپآره یې بله دروازه پرانیستله.

 

د ګولان د لوړو په اړه د ټرمپ یوه کوچیني ټویټ د امریکا د پنځو لسیزو سیاست تر پوښتنې لاندې راوست، هغه په خپل ټویټ کې ولیکل، وخت یې راغلی چې سیاست بدلون وکړي او د ګولان پر لوړو د اسراییلو حاکمیت په رسمیت وپېژني، د دې ټویټ په اړه سوریې، ایران، ترکیې، عرب ټولنې او روسیې جدي غبرګون وښود.

د ګولان لوړې د سوریې د خاورې کوچینۍ برخه ده، چې له اسراییلو سره پر پوله پرته ده، له ۱۹۶۷ میلادي کال راهیسي د اسراییلو او عرب ټولنې تر منځ په شپږ ورځنۍ جګړه کې د عربانو تر ماتې وروسته، د اسراییلو له لورې اشغال شوه، اسراییل له هغه مهال راهیسي د ګولان له دریو دوه برخې، دغه راز د اردن سیند لویدیځه څنډه او غزه د فلسطین اړوند خاوره هم تر ولکې لاندې راوسته، یواځې د سینا دښته یې مصر ته پرېښوده.

 د گولان د لوړو نیمه پیړۍ اشغال، اوس دعوا د څه لپآره؟

که د ډونالډ ټرمپ یو ټویټ د امریکا په رسمي سیاست بدلیږي، نو امریکا به لومړی هیواد وي چې د ګولان لوړې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت پیژني، اوس چې د ګولان پر لوړو د اسراییلو له واکه کلونه تیریږي، په وروستیو څو کلونو کې نه سوریې او نه نړیوالې ټولنې د دې سیمې د بېرته نیولو  لپاره کوم کار کړی، نو ډونالډ ټرمپ د څه لپاره په ناڅاپي ډول داسې یو نظر ورکړی؟

د دي پوښتنې لنډ ځواب د اسراییلو په انتخاباتو پورې اړه لري، هغه ټاکنې چې تر راتلونکیو دوو اونیو به تر سره شي، وړاندوینه داده چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل عمر له تر ټولو ستونزمن حالت او خنډ سره مخ دی.

نتناهو سره له دي چي د لومړي وزیر دنده پر مخ وړي، د سترې محکمې له لورې د لوی مالي فساد تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دی، د ده مخالفین توانیدلي د ماتې لپاره یې پیاوړې ټلواله جوړه کړي.

اوس به د گولان لوړې له نتنیاهو سره کومه مرسته وکړي، دا هغه مسله ده چې ده خپلو خلکو ته د کمپآین په ډول د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړې ده، اوسمهال د ډونالډ ټرمپ د ټویټ پیغام دا دی چې وښیې په  ټول توان د ګولان د لوړو په مسله کې د اسراییلو تر شا ولاړ دی، دا هغه خبره ده چې نتنیاهو یې خپلو خلکو ته د  لاسته راوړنې په توګه مخکې کوي.

سره له دې چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واک پر مهال د امریکا او اسراییلو اړیکې له خنډ سره مخ وې، خو د ټرمپ په واکمنۍ کې خبره سرچپه راوختله، ټرمپ د واک په لومړیو کې د تلبیب غوښتنه پر ځای کړه او د اسراییلو پخوانۍ هیلې ته یې د عمل جامه ور واغوستله، خپل سفارت یې بیت المقدس ته ولیږداوه او اوس د ګولان پر لوړو د اسراییلو د واکمنۍ او ملاتړ خبرې کوي، هغه موضوع چې د اسراییلو هیڅ نیږدې ملګري هم تن نه دی ورکړی.

که څه هم اسراییلو له ۱۸۹۱ کال راهیسې د ګولان لوړې پخپله خاوره پسې تړلې، خو تر نتنیاهو مخکې اسراییلي مشرانو د سولې په بدل کې د دې خاورې له ورکړې سره ستونزه نه لرله، ان یو ځل یهود بارک د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کال په مذاکراتو کې دا مسله د خپل رسمي نظر په توګه وړاندې کړه، خو د اسراییلو زړه او خوښي یې تر لاسه نه کړای شوه، د اسراییلو ډیری استوګن پر دې باور وو چې د دې کوچینۍ سیمې اهمیت له هغه څه ډیر زیات دی، تر دې چې د سولې په بدل کې یې بل ته وسپاري.

په وروستیو څو کلونو کې د جولان د لوړو په اړه د نتنیاهو سختې تګلارې، موضوع ته د محکمې رنګ ورکړ، په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه وه، په دې جګړه کې تر ټولو لومړی د سوریې د ولسمشر بشارالاسد څیره له یوه باثباته خو غیر دیموکراتیک مشره، په یوه جنګي او وژونکې څېره بدله شوه، د نړیوالو څارونکو په وینا چې د خپلو خلکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو کار اخلي او په واک کې د پآته کیدو لپاره یې جګړې ته لاس اچولی، چې په روانه جګړه کې زرګونه خلک وژل شوي او میلیونونه یې کډوال شوي دي.

د دې تر څنګ سوریې خاورې ته د ایراني پوځیانو او د لبنان د حزب الله ډلې  جنګي ګروپ  ننه وتل، چې د اسراییلو سرخت غلیمان بلل کیږي، د اسراییلو د امنیت او خوندیتوب لپاره د جولان لوړو اهمیت نور زیات کړ، هغه سیمه چې د سوریې او اسراییلو تر منځ د دېوال ارزښت لري، د سیمې تازه حالاتو او پېښو ته په کتو سوریې ته د جولان لوړو بیرته ورکول نه یواځې دا چې سوریه د اسراییلو په شمالي څنډو واکمنوي بلکې د سپاه پاسدران په څیر پوځیان او د حزب الله جنګي ګروپ ته دا موکه په لاس ورځي چې د اسراییلو خلاف له دې ستراتیژیکې سیمې پوره ګټه پورته کړي.

اوس چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولان لوړې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت وپېژندلې، د اروپايي ټولنې پنځو غړیو هېوادونو  فرانسې، جرمنې، انګلیستان، پولینډ او بلجیم، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب هم لري ویلي، چې د جولان لوړې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت نه پېژني.

یادو هېوادونو د امریکا له لورې د جولان د لوړو په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د ۲۴۲ او ۴۹۷ پریکړې له مخې د امنیت شورا د فیصلې او نړیوال قانون خلاف بللي دي.

تر دې وړاندې ایران، روسیې او یو شمیر عربي هېوادنو هم د امریکا د دې پریکړې غندنه کړې وه او دا یې د نړیوال قانون ماتول او په سیمه کې د تاوتریخوالې د زیاتیدو لامل بللي و.