منم چې مونږ ستاسو د هوسا، ارام، سوکاله او خوشحاله ژوند لپاره په بشپړه توګه خپلې دندې سرته نه دي رسولې.سهوې او اشتباهات مو کړي دي. مونږ هم ستاسو په شان د استعماري ځواکونو لخوا لخوا د واک او ځواک د غځولو او نورو مرموزو او مبهمو پټو موخو ته د رسيدو په لار کې د هغوى د جګړه ايزو غريزو د پوره کولو لپاره د سون توکي وګرزيدو.
هڅه مو وکړه، منډې مو وکړې، په تشو نسونو مو ډيرې شپې سبا کړې، شکنجې مو وزغملې، بند خونې مو وزغملې، بريښنايي شارټونه مو وينې وزبيښلې، په پوليګونونو کې مو لس ګونه زره بنديان لاس تړلي ژوندي تر خارو لاندې کړاى شول، په کتارونو کې ودرول شو او مرمئ راباندې وچليدې، بمونو مو غوښې ونو ته پورته کړې، بمبارونو مو دومره ولسي خلک شهيدان او تر خاورو لاندې چي د را ايستلو توان مو نه درلوده، نو ملايانو کنډواله شوئ کلئ هديره وګرزاوه، د ګران او خوږ وطن پريښودو ته مجبور کړاى شو. د پردي وطن له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. دوه ويشت لکه انسانانو قرباني مو ورکړه. شوروى مو مات او يرغلګر مو وشړل، د برلين ديوال ونړيدن، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو مونږ خپلې موخې ترلاسه نه کړې. مونږ اسلامي نظام قائم نکړاى شو. مونږ هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځينو تش په نامه جهادي مشرانو د ناروا او وحشي کورنیو جګړو له امله ناهيلي شوو او د هيلو غوټئ مو له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې
د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول.
مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو.
مونږ مأيوس شوي يو.
هو، زه له جګړو څخه ستړئ شوئ يم. زه نا هيلئ شوئ يم او زه له افغان وژنې کرکه کوم.
راځئ لږ حساب وکړو چې که څو وږي تږي مشران د واک په سر جګړه کې ښکيل شول، کابل يې وران کړ او د جهاد د بدنامي لامل وکرزيدل، نو ايا مطلقاً په مجاهد او جهاد پسې بد رد ويل به مناسب کار ده؟
جهاد او مجاهد ته د بد رد ويلو پرځاى راځئ چې د هوا او هوس هغه مزدوران وغندو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه، د دين او وطن نوم يې واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه.
پرون يې افغان بچيان د وطن او دين دښمن په نوم په يو او بل ووژل او نن ورسره د ټاکنيز تکټ د جوړولو لپاره ورته جرګې ورليږي. پرون يې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره ايتلافونه جوړوي.
زه د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يم. خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپيڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼم او دغه ناوړه کړنې د هيواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفأ بولم.

عبدالوحید وحید