خپګان، هغه ناروغي ده چې انسان تر سخت رواني فشار لاندې ساتي، انسان په رواني لحاظ د هغه څه په اړه شدید غبرګون ښيي، د څه په اړه چې پوهیږي خو تر لاسه کولای یې نه شي.

نو په دې خاطر تل غم او اندېښنه کوي، همدا غم او اندېښنه د دې لامل کیږي چې انسان له ژونده خوند وانه خلي.

ځواني یا نوې ځواني هغه دوره ده چې د انسان په بدن کې په جسمي او رواني لحاظ ډیر بدلونونه راځي.

په دې وخت کې انسان له رواني پلوه ډیر حساس وي او د ژوند له حالاتو او ستونزو ډیر اغیزمن کیږي.

د زلمیتوب په دوره کې بیلا بیل نظرونه وي، ځينې له ۱۲ کلني تر ۱۹ کلني پورې د نوې ځواني دوره یادوي خو ډیر بیا د ۱۵ او ۲۰ کلنو تر منځ دوره د زلمیتوب دوره بولي

یوه مور وایي، زوي مې د بلوغ تر دورې مخکې ډیر ارام او صبرناک و، خو اوس په کې ډیر بدلونونه راغلي دي.

هغه د هري خبري پر وړاندې غبرګون ښيي او ضد کوي، هغه وایي، دا کار کومه او هغه کار نه کوم، دغه خواړه خورم او هغه نه خورم.

ډاکټر عبدالاحد قریشي وايي، زلمیتوب د ژوند پسرلی دی او نوې ځواني د لیونتوب یو ښاخ دی، په دې دوره کې زلمي هڅه کوي ځان ته شخصیت جوړ کړي، نو ځکه په دې موده کې لیږ خپلسره وي.

د ټولنیزو چارو پوهان وايي، خوشاله اوسیدل او خوشاله ژوند کول له ماشومتوبه باید زده شي، تر څو په راتلونکي کې خوښ او روغ و اوسي.

هغه لاملونه چې د ځوانانو د خپګان لامل کیږي:

ټولنیزه ناامني، د ژوند د دوام لپاره د ځانګړې موخې نشتوالی، د سالم کار او دندې نشتوالی، تریخ کورنی چاپېریال او د ماشومانو او زلمو سپکاوی.

د انسان روح او بدن یو له بل سره ډیرې نیږدې اړیکې لري، که د بدن یوه برخه زیانمنه شي، په ټول بدن کې اغیز محسوسیږي.

دغه راز که چیري خواشیني او خپګان زیات شي، د ماشومانو ورځنۍ چارې او فعالیتونه ټکني کوي، خپګان یوه خطرناکه رواني ناروغي ده چې د انسان عواطف، احساس، کار او فعالیت زیانمنوي، ناروغ فکري تسلسل له لاسه ورکوي او له ژونده خوند نه شي اخیستلای.

په داسې حالت کې ناروغ د ګناه احساس کوي او ځان ورته ماتې خوړلی ایسي، پر ځان بې باوره کیږي او له کورنۍ آو ټولنې واټن نیسي

د ځوانانو د خپګان او خواشیني د له منځه وړلو لپاره، د هغو لاملونو موندل په کار دي چې دغه ناروغي یې پیدا کړې ده، تر څو چې لامل له منځه نه وي تللی شونې نه ده چې خپګان له منځه یوسو.

د رواني نارغیو درملنه دوه لارې لري، لومړی د ناروغ رواني درملنه او دوهم هغه یې د درملو کارول دي.

-د ناروغ د رواني ستونزو درملنه هغه اوصول دي چې د ډاکټر په مشوره د منظمو تمریناتو له لارې پر ناروغ پلي کیږي.

2 – د درملو کارولو لاره، دا درملیزه لاره ده چې د لارښود ډاکټر په مشوره وکارول شي.

نو په کار ده د ماشومانو سالمې غوښتنې پر ځای شي او که شونې نه وي هغوی ته قناعت ورکړل شي، دغه راز له ماشومانو سره د مور او پلار چلن نرم او دوستانه وي، دوی باید د خپل اولاد له ستونزو ځان خبر کړي تر څو یې د خپګان او خواشیني مخه ونیول شي.

حیدر همت