د رویټرز خبري اژانس د  امریکايي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې امریکا غواړي د ایران ځانګړي ځواکونه ‘سپاه پاسداران انقلاب اسلامي’ د ترهګرو ډلو لیست  کې شامل کړي..

که  پریکړه ومنل شي نو، لومړی ځل به وي چې امریکا د یوه هېواد رسمي پوځ تروریستي بلي.

خو ایران  وایي چې داسې پریکړې ته به ‘سخت’ ځواب ووايي.

رویټرز ویلي په دې تړاو د امریکا پریکړه ټاکل شوې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا راتلونکې دوشنبه وری ۱۹ علني کړي.

په تېرو څو کلونو په ځانګړې توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته څو وارې د هغه پلوی ګوند جمهوري غوښتونکو دا ډول رپوټونه ورکړي دي..

ددې پریکړې منتقدینو وار وار سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لیست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري