مونږ پوهيږو چې امريکا او د ناټو نور غړي هيوادونه د افغانستان په قضیه کې څوک په ژوره او څوک هم يوازې د اشرباڼي په توګه ښکيل دي، خو بايد ومني چې هغوى د افغانستان په جغرافيه کې د افغانستان د ګټو لپاره نه، بلکه د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه دلته جګړه کوي. قرباني افغانان ورکوي. خاوره د افغانانو کارول کېږي. د افغانانو ارزښتونه او مقدسات تر پښو لاندې کيږي، د جګړو پاتي شوني لکه کونډې، يتيمان، معيوبين او معلولين به له جګړو څخه څو لسيزې وروسته هم د افغان ټولنې په اوږو بار وي.
افغانان حق لري چې په افغانستان کې د جګړو او سولې په اړه د ټولو مجالسو، خوځښتونو او نوښتونو په هکله د افغانستان د ملي ګټو د خونديتوب په اډانه کې انديښمن شي. افغانان حق لري دلته د جګړو د ختمولو په موخه د امريکا او نورو ذيدخله خواوو د هڅو په تړاو له امریکا او نورو څخه وضاحتونه وغواړي.
داسې اوازې او انګيرنې شتون لري چې د قطر په خبرو د يوه ګاونډي هېواد استخباراتي خلک هم ناست وي. که دا رښتيا وي نو يقيناً مونږ د يوې بلې کورنئ غميزې خوا ته روان يو.
مونږ مسلم حق لرو چې له خليلزاد او امریکا څخه پوښتنه وکړو چې روانې خبرې د سياستوالو ترمينځ دي او که د استخباراتي کړيو ترمنځ دي؟
که روان مذاکرات د استخباراتو په کچه وي نو منو چې دغه ډول خبرې پټې پيچلې او مرموزې وي. که دا خبرې د سياستوالو ترمينځ وي نو بيا ولي د بندو دروازو تر شا په مبهم او مجهول ډول روانې دي؟
.
ولي افغانان نه خبريږي، خو عمران په زغرده د نوي حکومت د جوړيدو او نوعيت په هکله زيري ورکوي؟
منم چې په واشنګټن کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبرې ګيله او شکوه په ديپلوماتيکو ادبياتو باندې برابرې نه وي د نړيوالو اړيکو په معيارونو پوره نه وي د دوو دوستو هېوادونو ترمنځ له ادبي او متقابل احترام څخه ښکته چوکاټ کې وي، خو مونږ پوهيږو چې دا زمونږ جګړه نه، بلکه دا د ګاونډيانو امریکا او د ځينو سيمه ييزو هيوادونو ترمنځ د ناروا ګټو لپاره نيابتي جګړه ده، خو مونږ يې متاسفانه او بدبختانه د سون توکي ګرزول شوي يو. مونږ د خپلو سرونو او مالونو په قيمت ددغې مرموزې او مبهمې جګړې بيه ورکوو. مونږ باید حتماً د خپل ولس او هېواد د ګټو د خوندیتوب په هکله فکر وکړو او که کوم هېواد زمونږ زمونږ د راتلونکي په هکله پريکړې کوي نو مونږ يې په زغرده په وړاندې دريږو.
افغانستان ستونځه یوازې د خلیلزاد په مجهول مرموز او ناڅرګند رول کې هم نه ده، بلکې ستونځه د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د امریکا په ناسمو پيچلو او له ګږليچونو ډکو تګلارو او د سیمې لپاره د امریکا په اوږدمهاله او پټو پلانونو کې نغښتې ده.
ټرمپ بايد پوه شي چې که په افغانستان کې مسخره او يا هم بدمرغي ده، خړ دغه مسخره او بدمرغي هم دلته امریکا راوړې ده او نوموړئ هيواد باید د دغې بدمرغه جګړې د راوړو له امله پړ وګڼل شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو قوتونو وتل د اجندأ په سر کې ځاي نیولې وو. د طالبانو له نظره د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت باید د دریمګړي هیواد لخوا وشي . د طالبانو دغه غوښتنه پر ځاى، خو عملي بڼه قطعاً نشي خپلولاى. مطلقاً احساساتي او جذباتي انګیزه لري.
هیڅ هیواد به د امریکا د ضامن په توګه تيار نشي چې له افغانستان سره د یو تړون په سر باندې د رامنځته شوې احتمالي جنجال په هکله د امریکا او ناتو سره په تقابل کې راشي.
سياست سياست دی. يوازې د ګټو پر محور راڅرخيږي. نه دائمي دوستانه او نه هم غوره اخلاق پيژني. قولي ژمنو ته متعهد پاتې کيدل هسې هم په سياست کې الزامي نه ده. امریکا د ژمنو د ماتولو ښه غني تاريخ لري.
دغه هېواد ته له کرزي او غني څخه طالبان زيات دوستان نه دي. زما مشوره خو طالبانو ته دا ده چې د دوی هر اړخيز عزت درنښت بريا او وياړ له حکومت سره دنېغو، غوڅو او څرګندو خبرو له لارې يوې سوله ايزې هوکړې ته په رسيدو کې ده. د بل چا د اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو د تضمين پر ځای دې خپلو ملي اسلامي ګټو ته ترجيح وکړي.
ايا بسنه نه کوي چې زمونږ د څو لسيزو د مبارزې، قرباني او د اسلامي نظام لپاره له جګړو څخه پرديو ګټه واخيسته او مونږ لاهم په نيمه لار کې د يوه ناڅرګند راتلونکې په لور روان يو؟
بله خبره داده چې زمونږ د ستونځو او بدبختي لاملونه يوازې د امریکا په وتلو او يا هم پاتې کيدلو پورې تړلې نه ده. زمونږ ستونځه پياوړى کورني ابعاد لري. فقر، لوږه، د پوهې خورا ټيټه کچه، د زور له لارې واک ته د رسيدو دود، د زغم، يو بل منلو، تحمل، د بيان آزادي حق نه درلودل، د سياستوالو لخوا واک ته د رسيدو لپاره د ديني معتقداتو او ملي ارزښتونو کارول او داسي نور لاملونه دي چې زمونږ د هيواد پرمختګونه او د هيوادوالو ارام سوکاله ژوند ګواښى.

د افغانانو لپاره په واک کې د چا د پاتې کېدو او يا هم د ارګ فتحه کول نه، بلکه زمونږ تر ټولو مهمه ستونځه د نړئ د ملتونو په قطار کي د یوه خپلواک، مستحکم او سرلوړي ملت په توګه د ځای موندلو ده چي د یوه پیاوړي اقتصاد، اولس محوره سیاسي نظام په معاصره ټیکنالوژي سمبال امنیتي ځواکونه او د ولس اړتیاوو ته ځواب ویونکي ملي حکومت رامنځ ته کول دي. هغه ولسونه بريالي نه دي چې د ابا او اجدادو په کارونو او قربانيو ځانونه غولوي، په خپلمنځي جګړو کي لتاړ او د يو بل په ګريوان کې لاسونه اچولي وي. دغه ډول خلک چې نشي کولاى او يا هم نه غواړي ځان د ننګونو او غمیزو سره مقابلې ته چمتو کړي محوه کیږي. په خپل ژوند به خپل اولادونه قبرونو ته ښکته کوي، خو هغه خلک او قومونه وياړلئ ژوند او روښانه راتلونکې لري چي ننګونې په فرصتونو بدلوي او له ستونځو سره د مخامخ کېدو شهامت او شجاعت لري. پیاوړي کيږي. له مړیني وروسته به یې خپل اولادونه په عزت ښخ کړي او په میراث به یو ښاد، اباد او خپلواک وطن خپل راتلونکي نسل ته پريږدي.
له نړئ سره په ګډه په هسکه غاړه د ژوند کولو لپاره مونږ د اوسنئ رواني بين الافغاني جګړې پاى ته رسول اړين دي.
دغې موخې ته د رسيدو لپاره د جګړې خواوې يعنې طالبان او حکومت د يو بل منلو، د يو بل زغملو، واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره ديني او ملي ارزښتونه نه کارولو، سوله جګړه ايز تاکتیک نه، بلکه هدف ګرزولو ته او په دغه ګډ کور کې په سوله ايزه توګه د اوسيدو او په ګډه د دغه هېواد د ابادي، ښيرازي او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده کولو ته سخته اړتیا لري.

عبدالوحید وحید