لومړی:  په اصلاح کې تلوار:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د حق په بیان، په نېکیو امر او له بديو څخه د خلکو په منعه کولو کې تلوار کاوه. ده مبارک به ګام پر ګام صحابه کرام څارل او په اصلاح کې به یې هڅه کوله، ځکه هغه پوهېدی چې که د نيمګړتيا درملنه پر خپل وخت ونه شي، ستونزه لویېږي او د اصلاح فرصت یې کمېږي.

په دې برخه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډېري کيسې روايت شوې چې يوه بېلګه يې په دې ډول ده: حضرت ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې يو سړی جومات ته داخل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم د جومات په يوه څنډه کې ناست و. سړي له لمانځه وروسته پر رسول الله صلی الله عليه وسلم  سلام واچاوه. رسول الله  صلی الله عليه وسلم د سلام ځواب ورکړ او ورته يې وفرمايل: ولاړ شه لمونځ دې بېرته را وګرزوه، تاسې لمونځ نه دی کړی. لمونځ کوونکی ولاړ، له لمونځ کولو وروسته بېرته راغی، سلام يې وکړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم بېرته مخکينۍ خبره ورته وکړه، په درېم ځل لمونځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وويل: اې د الله جل جلاله رسوله! ماته د لمانځه سمه طریقه وښيه، تر دې سم لمونځ نشم کولای. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: کله چې لمانځه ته جګ شوې، نو پوره اودس وکړه، قبلې ته مخامخ ودرېږه، تکبير ووايه، بيا د قران کريم هغه برخه ووایه چې درته اسانه وي، رکوع وکړه، بیا قيام ته پورته شه، ترڅو چې ښه برابر شې، بيا په اطمنان سجده وکړه. له دې وروسته پورته شه او په پوره ډاډ سره دوې سجدې وکړه. دا کار په ټولو لمنځونو کې وکړه، چې په دې ډول به دې لمونځ مکمل شي، له دې پرته دې لمونځ نيمګړی دی. رواه بخاري

لیکوال: محمد صالح المنجد

ژباړن: محمدایاز ترنک