ځوانان د ټولنې زړه ، د عقل راز او د هیلو عنوان دی، ځوانان د یوه هېواد شتمني ده چې راتلونکې پرمختګونه ورپورې تړلي دي، او همدوی دي چې خپلو ټولنو ته د خدمت کولو لویه وړتیا لري. له همدې امله د اسلام مبارک دین د انسان دې مرحلې ته تر بلې هرې برخې ستر ارزښت ورکړي دی. دا چې ځواني ولې د ژوند تر نورو مرحلو غوره ده، په دې برخه کې د اسلام د مبارک دین نظر څه دی او آیا داسې بېلګې لرو چې انسانانو دې د ژوند په دې برخه کې د کار وړ کارونه تر سره کړي وي؟ ددې پوښتنو ځواب په دې لیکنه کې ولولئ.

 

انسان د خپل ژوند په دوران کې له مختلفو پړاوونو څخه تیريږي، چې ورکې د ماشومتوب ، ځوانۍ او بوډاتوب  پړاوونه شامل دي،دا پر ملا را کړوپ او رېږدېدونکی  انسان چې ته یې ګورې ، لومړی دنیا ته وړوکی او کمزوری راځي، د مور، پلار او کورنۍ د نورو غړو پر اوږو لاسونه ږدي او پالې پالي د ځوانۍ په لور قدمونه اخلي،  بدن يې غښتلی کيږي، حواس يې وده کوي ،عقل او پوهه يې زياتېږي، د ځواني مرحله چې هر انسان له دې دورې تيريږي، د بلوغ له سن  څخه پیل او تر (۴۰) کلنې پورې دوام کوي، په عربي ژبه کې ځوان ته شباب وايي،  چې د ودې او قوت  په مانا ده، یانې کله انسان څلويښت کلنۍ ته ورسيږي قوي کېږي، عقل يې پوره، تجربه يې زیاته  او پوهه  يې پخېږي. الله جل جلاله  په قرانکریم کې د ځوانۍ قوت ته اشاره کوي او فرمايي: والله أخرجكم من بطون إمهاتكم لا تعلمون شيئاً وجعل لكم السمع والأبصار والأفئدة لعلكم تشكرون )) ژباړه: الله جل جلاله تاسو د مېندو له نسونو څخه را ایستلي یاست، تاسو په هیڅ هم نه پوهېدۍ ، الله جل جلاله تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه درکړل ښایي تاسو شکر وباسئ.

د انسانانو د ژوند  دا مرحله د نورو هغو په پرتله  ډېرې ځانګړنې لري ،چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  1. د غښتلتیا مرحله:

د  انسان د بدن غړي  ورو، ورو وده کوي، سترګې يې خلاصيږي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر کوي،ځکه نو  الله جل جلاله د غړو قوت او د عقل زیاتوالی د انسان په بدن کې یو ستر نعمت وباله، قرآنکریم دې خبرې ته هم اشاره کړې او فرمایلي دي: ژباړه: الله جل جلاله هغه ذات دی چې تاسو یې کمزوري پیدا کړئ،  بیا يې تاسو قوي کړئ، له دې غښتلتیا وروسته يې بیا تاسو کمزوري او زاړه وګرځولئ. ))

  1. د ژوند غوره مرحله:

د ژوند دې دورې ته ځکه  په غوره سترګه کتل کيږي چې دا مهال انسان  تازه او خوښ وي، د انسان ټول حواس پوره کار کوي،  بل غوره والی یې دادی چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ ټول جنتیان که هغه واړه وي که زاړه ځوانان ګرځوي، چې بیا به هیڅکله هم نه زړيږي.  دې مرحلې ته ماشومان خوښ اوحوسېږي او  زاړه يې د بیا راتګ هیله لري او ور پسې اوښکي تويوي.

  1. تر ټولو اوږده مرحله :

په غالب ګمان د انسان عمر د شپېتو او اویاوو کلونو ترمنځ وي، چې  په دې اړه رسول الله خبر ورکړی او فرمايلي يې دي: زما د امت عمرونه  د شپېته او اویاوو کلونو ترمنځ دي ،  ډېر کم به یې تر دې اوږده  عمرونه کوي.

د (۶۰ او ۷۰) اوسط ۶۵ دی ، د ماشومتوب عمر له پیدا کېدو بیا تر بلوغ پورې  ۱۴ کاله وي،له دې وروسته د ځواني عمر پیل او د  ۴۰ کلنې تر پایه دوام کوي.   بوډاتوب   له دې وروسته پیل او د عمر تر پایه غځيږي،کله چې دې درې واړه مرحلو ته وګورو د ځوانۍ عمر په ټولو کې اوږده دوره ده، په دې کې د ژوند زیاتې تجربې لاسته راځي، انسان د هرڅه د کولو توان لري ،د ځان او ټولنې لپاره زیات ګټور کارونه ترسره کولای شي، همداراز په دې مرحله کې له زیاتو بریالیتوبونو او ناکامیو سره  مخ کيږي.

ځوانان د امت ستنې دي:

ځوانان په هره  پېړۍ کې د خپل  امت د ځوان نسل ستنې دي،دوی  دخلکو  د پاڅون راز دی، ځکه دا مهال ددوی وینه په جوش او کوښښونه يې ګړندي وي، د ځوانۍ دوره د ورکړې او قرباني سن دی، همدا ځوانان دي چې د مخ پر ودې هیوادونو تمدنونه یې را منځته کړی، خپلو ټولنو ته يې وده ورکړې، دوی يې له غلامۍ ژغورلي او د ټولنې د پرمختګ او خلاصون لپاره یې هڅې کړې دي.

همداځوانان  په ټولنو کې د نویو پرمختګونو را پنځونکي دي، پوهي او معلوماتو ته پراختیا ورکونکي دي، هر هغه هېواد چې د نورو هغو په پرتله يې د خپلو ځوانانو  ودې ته پاملرنه کړې، دوی ته يې په درنه سترګه کتلې، ښې پایلې یې تر لاسه کړې دي.

اسلام او ځوانان:

د اسلام مبارک دين د انسانانو د ژوند دې مرحلې ته تر نورو هغو زیات اهمیت ورکړی او ددې مرحلې هدف یې د فرد او ټولنې د خیر او خلاصون لپاره ګرځولی دی.

د انسان زېږېدل د ورلګيت د دانې په څېر ده، وګورئ په دې منځ کې مو څه کړي دي؟ګرمي مو وربخښلې او که مو سوځولي دي؟

په قران کریم او نبوي حدیثونو کې د ځواني دوره د الله جل جلاله د عبادت،  د خیر په کارونو کې منډې وهونکي او د خلکو په لارښوونه کې بوخت کول ښودل شوی دی.

همدا ځوانان وو چې د رسول الله صل الله علیه وسلم متابعت یې کړی،د هغه رښتنولي يې بیان کړې او پر هغه مبارک يې ایمان راوړی دی، هغه کسان چې د رسول الله متابعت یې کړی زیاتره يې ځوانان وو، لکه ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې د ایمان پر مهال يې عمر د ۳۸ کلونو په شاوخوا کې وو، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې د ایمان پر مهال يې عمر تر ۳۰ کلونو زیات نه وو، همداراز علي، عبدالله ابن مسعود، سعید بن زید، مصعب بن عمیر ، الارقم بن ابی ارقم، خباب، او داسې په لسګونه او سلګونه نور…دوی ټول ځوانان وو.

الله جل جلاله خبرداری ورکوي سره له دې چې موسی علیه السلام له ښکاره معجزو او دلیلونه سره راغی ، مګر بیا هم د فرعون له قوم څخه یوازې لږو کسانو، چې هغوی هم ځوانان وو، ایمان پرې راووړ، چې بیا  د فرعون او د هغه د قوم له لوري له شکنجو او ستونزو سره مخ کېدل.

په قرانکریم کې الله جل جلاله د مسلمانانو د هغې ځوانې ټولۍ ستاینه کړې او هغوی يې په لا نوره لارښوونه نازولي دي، لکه چې فرمايي: د ځوانانو يوې  ټولۍ ته چې پر خپل رب يې ایمان راووړ ، هغوی ته مو هدایت لا زیات کړ. )) ددې ځوانانو يوه نادره کیسه ده چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې ترې د یوې معجزې په شکل یادونه کړې ده.

د ځوانانو ټولۍ د تاریخ په اوږدو کې د ژوند په مختلفو برخو کې ډېر ګټور تمام شوي دي، دوی د بوډاګانو په پرتله د اسلامي دعوت په لاره کې ډېر ګړندی  پر مختګ کړی  دی. کله چې پر رسول الله صلی علیه وسلم ایمان راووړل پیل شول، نو په لومړیو کې ټول ځوانان وو چې له  رسول الله سره یې مرسته وکړه، هغه يې غښتلی کړ،د  دعوت  لمن یې د نړۍ ګوټ ، ګوټ ته وغځوله او د الله په لاره کې یې زیاتې ستونزې وګاللې.

د اسلام په مبارک دين کې ځوانانو ته د ارزښت ورکولو په برخه کې موږ هغه څه را اخلو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه بیان کړی او فرمايلي يې دي: اوه کسان دي چې الله جل جلاله به یې د قیامت په ورځ  په داسې سیوري کې وساتي چې بل سیوری به نه وي، چې یو له هغو هغه ځوان دی چې د الله جل جلاله په اطاعت کې نشئت کړی وي. ))

رسول الله د ځوانانو یوې ډلې ته داسې وصیت کوي: اې د ځوانانو ټولې څوک چې له تاسو توان لري ، نو دې واده وکړي، داله محرمو ښځو څخه ستاسو د سترګو په ښکته کولو کې لوی لاس لري،همداراز فرج ساتي،خو  که څوک د کوژدې کولو توان نه لري هغه دې روژه ونیسي، دا دده لپاره ډال دی. ))

په دې حدیث شریف کې د رسول الله صل الله علیه وسلم موخه له فساد څخه د ځوانانو ژغورل، ددوی سلوک اصلاح کول دي او د جنسي غریزې د دفعي لپاره یې ځوانانو ته غښتلې نسخه ورکول دي . کله چې رسول الله ځوانانو ته د روژې امر کوي په دې صورت کې دوی  څه نه خوري ، کمزوري کيږي او شهوت یې کمیږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حرص په دې کې وو چې د  امکان تر بریده ځوانان له خرابو او ناوړه کارونو څخه وساتل شي، راځئ له یو ځوان سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مرکه ولولو چې د زنا  په اړه یې ترې  پوښتلي دي:

  • اې د الله رسوله ! ماته د زنا اجازه راکړه.
  • رسول الله ورته فرمایل : ماته را نږدې شه، رسول الله ورته وفرمایل: ایا د خپلې مور لپاره دې دا کار خوښوې؟
  • نه، الله جل جلاله مې دې تر تا قربان کړي.
  • خلک يې هم د خپلو مېندو لپاره نه خوښوي، آیا ته یې د خپلې لور لپاره خوښوې؟
  • نه اې د الله رسوله ! الله جل جلاله مې دې تر تاسو ځار کړي.
  • خلک يې هم د خپلو لوڼو لپاره نه خوښوي، ایا خوښ ګڼې چې له خور سره دې څوک زنا وکړي؟
  • نه اې د الله رسوله ! الله مې دې تر تاسو ځار کړي.
  • خلک يې هم د خپلو عمه ګانو لپاره نه خوښوي، ایا د خپلې خاله لپاره دا کار خوښوې؟
  • نه اې د الله رسوله ! مادی الله تر تاسو قربان کړي.
  • خلک هم زنا دخپلو خاله ګانو لپاره نه خوښوي.

رسول الله صل الله علیه وسلم د نوموړي ځوان پر اوږه لاس ور کېښود ويي فرمایل: اې الله جل جلاله!  دده ګناهونه وبخښې، زړه يې پاک کړې، فرج یې وساتې.  له هغه وروسته بیا هغه ځوان هیڅ شي ته هم نه کتل.

رسول الله پر ځوانانو باندې ډېره پاملرنه کوله، همدا لامل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل د کاکا زوی عبدالله ابن عباس رضی الله علیه ته  وصیت وکړ.  ابن عباس رضی الله علیه وسلم فرمایی چې زه یوه ورځ په رسول الله پسې له شا روان وم، ماته یې وفرمايل: ای هلکه! زه تاته څو کلیمې در زده کوم ، الله وساته هغه به تا وساتي، کله چې سوال کوې نو له الله جل جلاله څخه یې وکړه، کله چې مرسته غواړې نو الله جل جلاله څخه يې وغواړه، په دې پوه شه که دا امت را ټول شي چې تاته ګټه ورسوي نه یې شي رسولای، مګر هغه چې الله درته لیکلی وي، که دوی را ټول شي چې تاته زیان ورسوي، نه یې شي رسولای، مګر هغه څه چې الله جل جلاله درته لیکلي وي، قلمونه پورته شوي او پاڼې وچې شوې دي.))

یو بل ارزښتناک وصیت چې رسول الله حضرت  ابی ذر ته کړی وو، ابوذر وایی چې رسول الله ماته وفرمایل: له الله جل جلاله وویریږه ، هر چېرته چې اوسې، له بدو کارونو وروسته نیک کارونه کوه، چې نیک کار بد کار له منځه وړي، له خلکو سره ښه اخلاق کوه.))

همداراز کله چې حضرت معاذ بن جبل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وصیت غوښتنه وکړه، رسول الله ورته فرمایل: له الله جل جلاله څخه وویریږه، هر چېرته چې یی. معاذ ورته وویل : نور یې هم زیات کړه: رسول الله وفرمایل: په ګناه پسې نېک کارونه وکړه چې ګناه له منځه وړي، معاذ ویل نور هم زیات کړه: رسول الله وفرمایل: له خلکو سره نېک اخلاق کوه.))

داچې رسول الله ځوانانو ته وصیت کوي چې هرچېرته له الله نه وډاریږئ، مانا داچې په هرځای کې له الله ویره په کار ده، چې ځوانان تر نورو هغو زیات قوي دي او په ګناه کې زیات لویږي.

همداراز به رسول الله صلی الله علیه وسلم  تل له ځوانانو سره په خندا او ورین تندي مخ کېده، چې له هغو ځوانانو یو هم جریر بن عبدالله رضی الله عنه وو، هغه وایی:  له کله چې مې اسلام راوړی، هیڅکله هم رسول الله له ما څخه مخ نه دی اړولی، ما نه دی لیدلی، مګر خندا به یې په مخ کې وه. ))

لیکنه: محمداياز ترنک

Turnak2000@yahoo.com

سرچینې:

  1. دور الشباب فی الاسلام /فداء ابوحسن
  2. اهمیه الشباب فی الاسلام/طلال مشعل
  3. مکانه الشباب فی الاسلام/أ.د.سليمان بن قاسم بن محمد العيد
  4. الاسلام والشباب/ د. بدر عبد الحميد هميسه
  5. الشباب/علی بن عبدالعزیز الراجحي