دا مي درېيمه شپه وه، چي دهوټل په تياره اويخه تل خونه كي مي تيروله، لاره چاره مي ورکه کړې وه نه پوهيدم، چي پرکوم لوري وتښتم، په دې درېيو ورځوكي مي تقريباشل پلانونه وسنجول، خوژربه بېرته پښېمانه شوم، يوازي يوه ګټه مي داکړې وه، چي په يوه ښه هوټلي اوښتى وم.
هوټلي پخوانى عسکري صاحبمنصب و، خو اوس يې دخپلمنځي جګړوله امله دولتي وظيفه پرېښې وه اوديوې ګولې ډوډۍ پيداکولولپاره يې دا يوکال کيده، چي دا هوټل ګى پرانيستى و.

هوټلي ته به ټولوخلكوضابط صاحب ويل، ښه په کارپوه سړى و، خوزمالپاره هم يوه ښه مشاور و، ډيره زړه سواندي يې لرله سره له دې چي، زمابه يې هرساعت احوال اخيست، خوپه خپل کاركي هم ډيرمصرف و.
ضابط صاحب غلام نبي ښه ځوان و، په ونه نرى جګ، خوپه غوښه يوڅه پټ و.
د ضابط صاحب دهوټل ټول نظم دهماغه عسکري پلان له مخي پرمخ تو، هوټل ښه پاک، خواړه يې ډيرخوندور، چي اوس له ده هم ښه اشپزجوړشوى وماته به يې ويل:اوکله کله دخلكودودونواشپزي هم کوم ډيري پيسې راکوي، ژوندمي ښه دى. بيګاه چي به کله دخپل هوټل له کاره بېغمه شونوماته به راغى، يوساعت خواله به يې راسره وکړل، زمادخلاصون لپاره يې په دې درېيو ورځوكي څوطرحي راته وړاندي کړې، بلکي ترپايه يې راسره دمرستي ژمنه هم وکړه.
زه او س له تېرودرېيو ورځو راايسته د يوه مجرم په توګه دضابط صاحب د هوټل په تل خونه كي پروت وم، دپوليسو او پټو حکومتي څارګرو تر تعقيب لاندي وم،  پرما دا تور و چي په يوه دولتي اداره كي مي د تشريفاتو دڅانګې په مېلمستون كي څو تنو مېلمنوته په خوړوكي زهرګډکړي وو، په دې مېلمنوكي په څو تنوکورنيو مېلمنو سربېره شپږ تنه يې بهرنيان وو.
اصلاد تشريفاتومسوول وم، خو دډوډۍ پخول او تيارول د نوروکار و، اوس چي مېلمانه بېخوده پراته وو، نوپه دې تور زما لمن هم ککړه شوه، چي ګوياله اشپزانو او د مېلمستون له نورو کارکوونکو سره يې لاس يو و، اشپزان اوڅوتنه د مېلمستون کارکوونکي په هماغه لومړي ساعت كي نيول شوي وو، خودې نيول شويو کسانو اوس زما ګوته هم نيولې وه.
زه بايدنه واي تـښتېدلى اود هماغه لومړۍ ورځي په تحقيقاتوكي مي ځان سپين کړي واى، خوزه له دې وېري وتښتېدم، چي په حکومت اونظامي څانګوكي چنداني د پلټني قانون نه شته، نوتر يوکال پوري دي ولاکه دوسيه خلاصه شي، بس همداتېښته مي غوره وبلله.
تر تېښتي يوه ورځ وروسته د ضابط صاحب په واسطه خبرشوم، چي په زهرخوړلومېلمنوكي درې تنه بهرنيان اودوه تنه کورني مېلمانه مړه شوي دي، اوس نوکه غل هم نه وم، خوپه غره كي مي ځاى ورک و.
دضابط صاحب هوټل په دوهم پوړكي د مسافرو لپاره څوکوټې هم لرلې، خوزه له دې درېيو ورځو راهيسته يوازي په کوټه كي پروت وم، دا له ماسره دضابط صاحب مرسته وه چې پټ مي وساتي اوڅوک مي ونه ويني.
پلان داسي و، چي زه بايددڅلورمي ورځي سهاروختي دضابط په مرسته اومشوره له کابله غزني ته تښتېدلى واى، خوداپلان هغه وخت ګډوډشو، چي انډيوال ضابط مي هم راباندي بدګومانه شو.
دڅلورمي ورځي په سهاروختي، چي زه تازه له خوبه راويښ شوى وم اود ضابط صاحب د راتګ انتظارمي ايست، نود پاس کوټې درې تنه مسافرچي دوه يې ښځي وې، يوماشوم ورسره و، يوه ښځه په دې ګومان، چي زماکوټه به تشناب وي، راننوته، په کوټه كي تپه تياره وه، زه يې نه ليدلم، دې په ديوال لاس تپول اوزماخواته راروانه وه، زه هم نه پوهيدم، چي څه وکړم اوڅه ورته ووايم، داله ځانه سره بنګېده، خوزه يې په خبره نه پوهيدم اوله دې سره نوره هم ماته رانږدې شوه، پرمايې لاس ولګيد، له ويري او وارخطايۍ يې يوه چيغه له خولې ووته اوله دې سره ضابط صاحب اوله ښځي سره ملګري سړي زماکوټې ته رامنډه کړه، ښځه يې زبون وهلې ترلاس ونيوله زماله کوټې يې وايستله ازه لکه بوت پټه خوله دکوټې په کونج كي ولاړپاته شوم.
شل دقيقي وروسته څلورتنوپوليسوسترګي راپلسترکړې، لاسونه يې ترشاراوتړل له هوټله، چي يې ايستلم يوه پوليس راته وويل:
موږنن درېيمه ده په دې مجرم پسې ټول ښارولټاوه، خوضابط ورته وويل:
دادى ماهم په لاس درکړ.
زمالاجرم ثابت نه واونه کوم قاضي اومحکمي زما د جرم سزا راته ټاکلې وه، خودنيم ساعت لاري په اوږدوكي، چي دنوي زندان ترتل خوني پوري رسول كيدم، په موټركي دپوليسود توپکو تر قونداغو لاندي مي درنه سزا وليدله، له تندي او خولې مي ويني رواني وې اوڅوځايه مي بدن د وهلو ټکولو له لاسه سخت خوږيده.
پوليسو راته ويل:
يو خود څوتنوقاتل يې اوبل دې په جرم دپاسه بل جرم، ته بايدداسي سزا ووينې، چي نه ژوندى شې اونه مړ.
نه پوهيدم، چي کوم ځاى به و، خوهماغه تياري اوهماغه يوازي کوټه، خودلته زماپه څېر ډيرو کسانو په تورو تيارو كي د ناڅرګند برخليک او ناهيلو سزاګاني ليدې.
په پنځم سهارمي کوټې ورپرانيستل شو او درې تنه له لاسي بکسو سره راننوتل، پوه شوم چي ايله مي نن د تحقيقاتو دوسيه پرانيستل شوه.
په لومړۍ پوښتنه كي داخبره وه، چي ولي وتښتېدې؟
خو تحقيق کوونكي داراته وويل:
ستاجرم پوره ثابت نه دى، ته د مېلمستون د اشپزانو او څو تنو کارکوونکو له لوري د وژنې په تور ککړ يې او ويلي دي، چي په ډوډۍ زهرتاګډکړي وو، درېيمه پوښتنه داوه، چي پرجرم سربيره جرم، له ماد تحقيق په لومړي سهار يوازي دا درې پوښتني وشوې، خوځواب يې سباته راڅخه وغوښتل شو.
زه سره له دې چي بې جرمه بندي وم، خوخپل برخليک ته زيات ځوريدم، ناروغ هم وم او د پوليسوله لاسه دوهلو ټکولو له امله د زخمونودرد هم ناکراره کړى وم، له همدې درانه فشارسره سره مي د سبالپاره دريو پوښتنوته په ذهن كي ځوابونه جوړول ړنګول.
دهمدې ورځي په ماښام ناوخته، دبندي خانې يوه کارکوونکي ډوډوۍ راوړه، کاسه يې ترمخ راته كښيښوده ويې ويل:
انجنيرجمال ته يې؟
ما د هوپه اشاره سرورته وښوراوه، خوده خبره اوږده کړه:
تاته چي په هوټل كي کومه ستونزه پيداشوې وه، دهغې په اړه څه فکرکوې؟
مادډوډۍ لوښى ځان ته رابېرته کړ، ومي ويل:
ددې خبري ځواب له ماسباپوښتل کيږي، زه به سباځواب ووايم اوته به هم خبرشې، په زړه كي مي دا راتيريدل، چي دزندان کارکوونکى نه بلکي کوم پلټونکى دى، خوده خبره اوږدوله ويې ويل:
زه دادرته وايم، چي ته به څه ځواب وايي؟
ماورته وويل:
که ته دسهارنيودريوتحقيق کوونکواستازى يې نوځان راوپېژنه، چي ځواب درته ووايم اوکه کوم کارګريې نوځه خپل کاردي کوه، ورته ومي ويل:
زه مجرم نه يم نودهيڅ جرم په اړه فکرهم نه کوم، زه يوبېګناه بندي يم.
ده شاوخواوکتل يوڅه رانږدې شوويې ويل: هو!ته بېګناه بندي يې اوزه خواخوږي درسره لرم اوهم درسره مرسته کولى شم، ماپورته ورته وکتل ده پسې زياته کړه:هغې ښځي ويلي، چي داپه ناپوهۍ ددغه سړي کوټې ته ورغلې اودده په کوټه يې دهوټل دتشناب ګومان کړى و، نواوس ستادخلاصولولپاره له ښځي سره ملګري سړي اودهوټل خاوندپه ګډه هڅي پيل کړې، سړي داخبره وکړه اوله کوټې و ووت، په ماپسې يې له شاور کولپ کړ.
زه په لومړيوكي يوڅه خوشحاله وم، پوهيدم چي دسبالپاره مي ديوې پوښتنې ځواب پيداکړى ادلوبي دګټلوپاى ته نژدې شوى يم، خوډاريدم چي هسي نه لوبڅارى قضاوت بدل کړي.
غرمي ته لاوخت و، چي پروني درې کسان کوټې ته راننه وتل، دوسيې يې پرانستلې پرته له دې، چي له ماڅخه د پرونيو دريو پوښتنو ځواب وغواړي يويې، چي لنډچاغ سړى و، زيړي عينکي يې پرسترګووې راته وويل: سره له دې، چي جرم دي ثابت نه دى، خوپټي محکمي پرېکړه وکړه، چي ته به پينځه کاله بنداودوه لکه افغانۍ نغدي جرمه پرېکوي، حيران پاته شوم، چي څه ووايم اوپټه محمکه يې لاڅه بلاده، خوچي دوى ولاړيدل ومي ويل:ولي پرونۍ درې پوښتني بې ځوابه پاته شوې، يوه يې چي ليږله وني جګ اوخړپټکى يې په سرومخ راوړاوه وې ويل:پټي محکمي هغه درې پوښتني ردکړې اوله دې سره ووتل زماکوټه يې له شاراپسې وتړله.
اوس مي نوبيخي تمه وخته، خودلاهيله مي لاوه، چي څارونکي اوساتونکي مي راته ويلي و، په هوټل كي ښځه ستاکوټې ته په غلط فهمۍ درننه وتې وه اوهم له ښځي سره ملګري سړي اوضابط مي دخوشي کيدوهڅه پيل کړې وه، خويوه خبره لاداهم وه، چي تراوسه پوري دهغه ادارې څوک نه وراغلي، چي ماپه كي کارکاوه، خوداتمه مي وه، چي يوه ورځ به دتشريفاتودرياست په نوم اوداصلي جرم دڅېړنې لپاره رسمي پلټنه پيل کيږي.
څوورځي وروسته، چي لازمادښه اوبدهيڅ لورى نه ومالوم، غرمه مهال څلورکسه کوټې ته راننه وتل اوپرته له دې، چي څه راته ووايي زماتړلي لاسونه يې راخلاص کړل، سيخ يې له ځانه سره بوتلم، زموږدادارې دغونډوتالارته يې وروستم، په تالاركي شا و خوا پنځوس کسه ناست و، زه پوه شوم چي اوس اصلي دوسيه پرانستل کيږي، مخامخ يې پرسټيج باندي ايښې چوکۍ باندي كينولم، لومړى يې رانه وپوښتل شول، چي زمادتېښتي له ورځي ترنن پوري ټول جريان ورته ووايم.
ماته له اوله ځان بې ګناښکاريده اوچي څنګه راڅخه پوښتل شوي و، نومي ټوله کيسه ټکي په ټکي ورته تېره کړه، پوڅوکسان چي زماترڅنګ ناست و، زماخبري يې ليکلې، پرناستوکسانو مي شا و خوا نظر واچاوه، د دولت ځيني لوړ رتبه کسان، دوژل شويو مېلمنوبهرنيانودهېوادونوځيني استازي، زموږ د ادارې مشران چارواکي او شاته لري په چوکيو كي مي ليدل، چي ضابط صاحب اوله ښځي سره ملګري سړى، چي ماله تردې مهاله په نامه نه پېژانده ناست و، خبري مي خلاصي کړې دځواب داوريدوپه تمه كيناستم.
زماله خبرووروسته سمدستي زماترڅنګ په سټيج ناست يوکس، چي زما خبري يې ليکلي وويل:
ستادوسيه بشپړه شوې، دڅوورځوپرله پسې څېړنووښوده، چي ته بې ګنايې خوجرم دي شته اوهغه ستاتېښته وه، چي ستاجرم يې ثابتاوه، له بله پلوه دڅړنوپه جريان كي ستادرياست کارکوونکيواوڅوتنواشپزانوپه ډوډوۍ كي دزهروپه ګډولواعتراف کړى اوپه دې كي زموږدهيواددوښمنانولاس دى، موږدبهرنيومېلمنودوژني په اړه د هغو د هيوادونو استازو ته تسل وايواواصلي مجرمين به مجازات کوو.
خووروسته يې يوه خبره داورزياته کړه، چي انجينيرصاحب به تريوکال پوري په هيڅ دولتي اداره كي ددندي دترسره کيدواجازه ونه لري، ماته يې وکتل وې ويل ګناګارنه يې خود تېښتي جرم دي شته

لنډه کیسه: شېر احمد حیدرغزني