مونږ خو نوروز و نه لمانځه،
خو  زمونږ پسرلي ولې د لمر ګلونه و نه خندول؟
ولې يې زمونږ توره شپه په روڼ سهار بدله نه کړاى شوه؟
ولې زمونږ باغونه په خندا سر نه شول؟
ولې  د ګلونو غوټئ و نه سپړيدې؟
ولې زمونږ سپيرې دښتې ګلبڼ نه شوې؟
ولې د پيغلوټو د اوربل ګلونه ورژيدل؟
ولې د پسرلي غاټولو د ميلو بيرغونه پورته نه کړل؟
او، او، او، او زمونږ پسرلي ولې د ترانو په ځاى د ساندو غږونه پورته کړل؟
ځکه چې دلته مونږ د سولې بلبلان له خاورو لاندې کړل.
ځکه چې مونږ خپل ځوان نسل ته د قلم په ځاى توپک په لاس کې ورکړ، ځکه چې مونږ د نړيوالو او ګاونډيانو د ناروا حرص او شيطاني هوس ښکار شوي يو.
ځکه مونږ ته د بريا لار د توپک په شپېلئ کارولو کې ښودل کیږي.

ځکه چې مونږ نه ايماني فراست لرو او نه هم ملي ارزښتونو ته  د ژمنتیا هوډ.
که بمونو او بمبارونو ستونځې حل کولاى شواى، نو افغانستان به شايد يوازنى هيواد وه چې هيڅ ستونځه به يې نه درلوده، خو داسې نه ده. زمونږ کړاوونه ورځ تربلې زياتيږي.

راځئ چې د توپک د شپېلئ کارولو په ځاى د ايماني فراست په مټ اسلامي معتقداتو او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا په کلک هوډ د مذاکراتو ميز ته را ښکته شو، مقابل لوري ته د اسلامي معتقداتو او هيواد د ګټو په بنسټ پياوړئ دريز خپل کړو. همدغه لار د بريا يوازنئ او ايکي يوه لار ده.

د واک او ځواک په سر زمونږ جګړې او ناورينونه  د طالبانو له پاڅون او د امريکا له يرغل څخه وړاندې تاريخ لري او په اساني سره اټکل کيږي چې وروسته به يې هم حتماً ولري،ځکه چې دغه جګړه زمونږ د ارزښتونو جګړه نه ده.

که ځمکني بربنډ واقعیتونه پټ نه کړو،  نو جوته ده چې د جګړې کورنى لامل د واک او ځواک تنده ده او بهرني لاملونه يې په سيمه ايزه او نړيواله کچه د هيوادونو ترمينځ رقابتونه دي چې زمونږ هیواد يي د نيابتي جګړو ډګر ګرزولئ ده.

که افغانان واک ته د رسيدو او يا هم په واک کې د پاتې کېدو لپاره ګډ ميکانيزم ولري، نو پرديو ته زمونږ په هیواد کې په يو او بل نوم د نيابتي جګړو امکانات ختميږي.

سوله ژوند ده، باور ده، عشق ده، ساز ده ترانه ده، نغمه ده، فال ده، نيک شګون ده، اسره ده، سکون ده، د ژوند کولو او ژوند ژغورلو فن او هنر ده.
ژوند کول د هر انسان مسلم حق ده. که ومنو چې سوله ژوند او ژوند زمونږ حق ده نو باید داهم ومنو چې ددغه حق د ترلاسه کولو لپاره ځينې غوښتنې قرباني کړو. که جګړې د سر قرباني غواړي نو سوله هم د امتیازاتو، واک او مادياتو قرباني غواړي.

اوس مونږ د سياست په يوه داسې ترينګلي، ستونځمن او پيچلي ګرداب کې نښتې يو چې د جګړو يوه خوا نظام او موقت حکومت جوړول او بله خوا له خپل پخواني حکومت اعاده سرې کرښي ګڼي او په بادى النظر داسې ښکاري چې هيڅ لورئ تنزل او انعطاف  ته تيار نه ده.
منم چې موقت حکومت يوه اوږده پروسه له سره پيلول دي، د بريا تضمین هم نشته او په سياست کې شاته تګ ده، خود موقت حکومت مخالفين باید پوه شي چې زمونږ اصلي موخه سوله او د ژوند کولو حق ده. دحکومت نوعيت او ځينې لاس ته راوړنې د فروعاتو په په جمله کې راځي. که د يوه موقت حکومت د جوړيدو په پايله کې مونږ يوې جامع سولې ته رسيداى شو، نو په جوړولو کې يې ستونځه نه وينم، ځکه چې سوله ژوند او حکومت د ژونديو خلکو لپاره وي. جګړه مرګ ده او مړي حکومت ته هيڅ اړتيا نه لري.

که موقت حکومت نيمګړتيا لري، نو موجوده حکومت هم کره او پوره نه ده. خورا زياتې نيمګړتياوې لري.
بله خبره داده چې مونږ که غلام قوم نه يو نو محتاج ملت يو او هغه متل به مو هم اوريدلائ وي چې وايي؛ “کسى که نان ميته فرمان هم ميته”
نو که د نان والا فرمان صادر کړ چې موقت حکومت اړين ده، نو فکر نه کوم حکومت يې د عمل په ډګر کې د مخالفت تاب او توان ولري. تر هغو به د فرماندار فرمان منو تر څو چې مونږ په سياسي او اقتصادي ډګرونو کې په خپلو امکاناتو او سرچينو په ځان بسيا شوي نه يو.

دکابل په خونړی تخت ناست واکمنان او  حکومت پلوې ډلې باید پوه شي چه سوله او تسلیمي توپیر لری. هغوی باید سولې ته د بيځايه شرطونو د کیښودلو سرټمبه توب څخه ډډه وکړي او طالبان د هیواد د یوه ولسي ځواکمن لوری په توګه ومنی.  خپلو بهرنیو انډیوالانو ته نور د داسې غلطو او غولونکو مشورو له ورکولو څخه ډډه وکړی چه پایلې یی د ولس او هیواد تباهی وی.
طالبان هم باید ځمکنی واقعیتونه په نظر کی ونیسی. شک نشته چه  نننی  افغانستان د دوو لسیزو  وړاندې افغانستان سره ډیر توپیر لري. که موجوده نظام کې د سمون او بدلون وړ خورا شومې پديدې لري، نو ځينې لاس ته راوړنې هم لري. خورا اړینه ده چه هغوی د خپلو ټولو مخالفیو او دښمنانو سره یوځای په سوله عزت, برابری او ورورګلوي کي د ژوند او کار کولو حوصله ولری.

عبدالوحید وحید
کابل افغانستان