د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه د وري په ۲۱مه، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پېل کړ.

ولسمشر غني په‌دې مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل،  ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او د بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت رپوټ ورکوي.

غني وویل، د معلوماتو قانون يې توشیح کړ چې هدف یې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي.

هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ د حکومت فعالیت په تحقیقي رپوټونو کې وڅېړي.

ولسمشر غني وویل، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالی پرمختګ کړی چې په نورو حکومتونو کې سارۍ نه‌لري.