په خپل کلي کور کې جګړو، ستونزو، لوږو، تندو او بې کوريو وځپلو، کلي او کورونه مو له کونډو او يتيمانو ډک شول، ولس مو له فقر او ګدايۍ سره مخ شو. دا ولې؟ ښايي د ډېریو ځواب دا وي چې دا هرڅه د نړۍ زورواکو پر موږ تپلي دي، خو موږ هم په دې منځ کې یو څه ګرم یو او تر ډېره د نورو سازونو ته نڅېدلي یو.

پر دې ټولو ناخوالو اوس يوه بله هم ور له پاسه شوه، په زرګونو ځوانان مو چې له ډېریو سره يې کورنۍ هم دي، اروپايي ملکونو ته په ناقانونه سفر لاړل او لا هم روان دي. له تېرو شپږو میاشتو راهیسې زرګونه ځوانان چې له ځینو سره یې کورنۍ هم دي، اروپايي هېوادونو ته تللي دي یا پر لاره دي. دوی ګمان کوي چې هلته ځوړندې ډوډۍ دي، خو که اروپار ته د رسېدلو کسانو کیسې واورو؛ ډېر حیران به شو. اروپا اوس د شل – دېرش کاله پخوانۍ اروپا نه ده چې په اصطلاح کډوالو ته به یې کور، ډوډۍ او کالي ورکول؛ نو ایا بهتره نه ده چې په خپل هېواد کې پاتې شو او خپله انرژي همدلته وکاروو؟

له څه وخت راهیسې یو شمېر با احساسه ځوانانو همدا ټکی درک کړی او بهر ته د افغانانو د تګ پر ضد کمپاین کوي. دا کمپاین د «ځوان بهیر» غړو له لوري پرمخ وړل کېږي. دا بهیر په دې هڅه کې دی چې بهر ته تلونکي افغان کدرونه او ځوان ځواک راوګرځوي او په خپل هېواد کې یې په کار واچوي. «ځوان بهیر» يو نادولتي بنسټ دی. د دې ټولنې مشر وايي چې دا پروګرام به لږ تر لږه يوه مياشت په کابل کې دوام وکړي او له هغه وروسته به یې نورو ولایتونو ته هم وغځوي: «موږ غواړو د ځوانانو د پوهاوي له پاره له دولتی او مدني ټولنو سره اړیکې ولرو، څو ټول دولتي او نادولتي ادارې د دې کمپاین ملاتړ وکړي.»

داسې ښکاري چې د دغسې یوه مهم کمپاین له پاره تر ټولو موثرې ادارې، لیسې، دولتي او خصوصي پوهنتونونه او نورې ښوونیزې ادارې دي. که چېرې د پوهنتونونو او لېسو په کچه غونډې جوړې شي او استادان په درسي ساعتونو کې خپلو محصلينو او زده کوونکو ته له وطن سره د مينې او له وطن څخه د نه تېښتې پیغام ورکړي؛ نو اغېزه به یې خورا ډېره وي.

بل فکتور چې په دې برخه کې ډېر اغېزناک تمامېدلی شي هغه دا دی چې د « ځوان بهیر» غړي هڅه کوي، څو د ځوانانو د پوهاوي له پاره په دغه کمپاین کې چاپي، غږیزې، انځوریزې، انلاین ویبپاڼې او ټولنیزې رسنۍ وکاروي. په ټولنه کې د رسنیو رول ته په پام له «ځوان بهیر» سره د رسنیو همکارۍ ته ډېره اړتیا ده او د دوی همکاري نه یوازې د ځوانانو د پوهاوي په لوړاوي کې مرسته کوي، بلکې تر ډېره به بهر ته د ناقانونه تلونکو افغانانو شمېره هم راټیټه کړي.

سږ کال چې بهر ته د افغانانو د تګ بهیر ګړندی شو، ډېرو ځوانانو د بېلابېلو رسنیو او فیسبوک پاڼو له لارې پیغامونه ورکړل چې اروپا ته نه ځي. د بېلګې په توګه دوی په خپلو فیسبوک پاڼو لیکلي وو: «اروپا ته نه ځم، بلکې له خپل هېواده اروپا جوړوم.» بل تن لیکلي وو: «دلته په نیمه خېټه ډوډۍ ښه ده، خو چې د بل تر جغ لاندې نه وم.»

د ځوان بهير غړي استدلال کوي چې د نورو مواردو ترڅنګ ناامني او بې روزګاري بهر ته د ځوانانو د تګ عمده عوامل دي. دغه بهیر له حکومت څخه وغوښتل چې ځوانانو ته کار پيدا کړي او پرې نه ږدي چې کاري ځواک مو له لاسه ووځي.

د اجرايي رياست مرستيال وياند د دغه کمپاین په پرانست غونډه کې ګډون درلود. نوموړي وویل چې حکومت له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې د مخنيوي له پاره د کارموندنې او امنيت د ټينګښت په برخه کې پروګرامونه په پلان کې لري. خو د دې ترڅنګ يې ټينګار وکړ چې د امنيت او ځوانانو د وزګارتيا ستونزه په يوه او يا دوو مياشتو کې نه شي اوارېدلى؛ نو په خبره یې ځوانان بايد له زغم څخه کار واخلي، څو حکومتي برنامې پړاو په پړاو پلې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال کمال سادات هم په دې غونډه کې برخه لرله، هغه وویل: «له هېواد څخه تېښته د حل لار نه ده.» کمال سادات وویل اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په ګډه همکارۍ، زرګونه ځوانان د کار له پاره عربي هېوادونو ته واستوي: هغه زياته کړه:

«دا مهال د ولايتونو په دولتي ادارو کې٢٠زره تش پوستونه شته، لېوال کسان کولاى شي ورشي او هېواد ته خدمت وکړي.»

بهر ته د تګ قاچاقي لارې له لويو ګواښونو سره مخ دي. په دې اړه د کډوالۍ نړيوال سازمان ویلي چې د روان ميلادي له پیله تراوسه د مدیترانې په سمندرګي کې ۳۴۰۶ تنه مړه شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې ځانونه اروپا ته ورسوي، خو په اوبو کې ډوب شول. د سږني میلادي کال اپریل میاشت د کډوالو له پاره تر ټولو وژونکې وه. په دغه میاشت کې ۸۰۰ تنه د ليبیا پولې ته نږدې ډوب شول.

په پای کې وايم چې موږ نه بايد خپله اراده، هيلې او هوډ له لاسه ورکړو، بايد د هېواد جوړېدو له پاره کار وکړو او د پرمختګ له پاره مو پياوړی هوډ ټولو ناخوالو ته بدلون ورکوی شي. له ځوانانو هیله کوو او په کلکه ترې غواړو چې خپل وطن کې و اوسي، هېواد ته خدمت وکړي او له هغو کسانو چې اروپا ته تللي او په لارو يا ځنګلونو کې د حيواناتو خوراک، يا سيندونو کې د کبانو خوراک او يا هم په لارو ورک شوي دي، پند واخلي، نو اروپا ته مه ځﺉ پر ځای يې له خپل هېواده اروپا جوړه کړﺉ.