د شیدو ګیلاس یې له لاس څخه ولوېد او مات سو. زوی یې ورباندې چیغه کړه او په غوسه له کوټې څخه ووت. مور یې خط ولیکی، کله چې یې زوی کوټې ته راغی مور یې پر څوکۍ ویده وه او لیک یې په غېږ کې پروت و، چې ورکې لیکلي یې و: زویه، د سترګو توره! زه ډېره بخښنه غواړم، زه بوډۍ شوې یمه لاسونه مې رېږدي، ډوډۍ مې پر ځان را څڅېږي. زه اوس جامې او بوټان نه شم اغوستلای. له ما سره مرسته وکړه، زه اوس حمام ته نشم تلای تر لاس مې ونیسه. کله چې ته ماشوم وې ما څومره تر لاس نیولی ګرزولې. زما د حافظې او خبرو له خرابوالي څخه مه خفه کېږه. زما لپاره تر ټولو ستره خوشبختي داده چې له تا سره یمه. کله چې ته ماشوم وې خندا دې زما لپاره ښه ساعتیری و. له خندا مې مه محروموه، زه د مرګ پر بستر د مرګي شېبې شمېرمه، زه ستا د زېږېدلو پر مهال له تاسره ومه اوس مې ته هم د مرګ پر مهال یوازې مه پرېږده

. ژباړه: محمدایاز ترنک