د روان میلادي کال له پیله تر یو لک ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري یې لامل د امریکا له لورې پر ایران لګیدلې بندیزونه بولي.

د نوموړي په خیره، یو شمیر نور شرایط هم سبب شول چې په ایران کې میشت افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې وه، چې د جنوري میاشتې له پیله تر اوسه یو لک او څه باندې ۳۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.

په‌دې راپور کې راغلي دي چې په همدې موده کې څه باندې پنځه نیم زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.