په هند کې نن خلک د دې هېواد د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې رایې ورکوي.

د دې انتخاباتو په لړ کې د مرکزي پارلمان پینځه سوه او درې څلویښت غړي انتخابېږي.

د هند پارلماني ټاکنې د رایې ورکولو په شاوخوا یو میلیون مرکزونو کې په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او د مې میاشتې تر نولسمې به دوام وکړي.

د هند د انتخاباتو د کمېسیون په وینا، نژدې نهه سوه میلیونه کسان د رایې ورکولو حق لري.

د دې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د مې په ۲۳مه اعلان شي.