په یوه واړه کلي کې یو انځورګر اوسېدی چې تابلوګانې به یې په لوړه بیه خرڅېدې. یوه ورځ یوه غریب کلیوال ورته وویل: ته د هغه غریب قصاب په سر هم نه یې چې د کلي غریبانو ته وړیا غوښه ورکوي. انځورګر ورته وخندل او څه یې ورته ونه ویل. غریب چې کله کلي ته را ووت اوازه یې خپره کړه چې انځورګر زښته بخیل انسان دی. په دې سره د کلیوالو زړه ځنې بد سو.
څه موده وروسته انځورګر ناروغ او په تنهايي کې مړ سو. د څو ورځو په تېرېدلو سره قصاب غوښه بنده کړه. کله چې یې کلیوالو علت وپوښت، قصاب ورته وویل: هغه بېچاره انځورګر چې ماته به یې هره میاشت د غوښې پیسې راکولې او ما پر غریبانو وېشله هغه مړ سو، زه دومره توان نه لرم چې خلکو ته وړیا غوښه ورکړم.
هڅکله د یو چا په ظاهر مه تېر وزئ، ښايي هغه په ژوند کې ځینې داسې کارونه کړي وي، که ورباندې خبر سئ، نو د ده په اړه به مو پرېکړه بدله سي.
ترنک