د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره د دې پروسې لپاره د ټولو هڅو کلک پلوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې ټوېټرپاڼې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د پيلولو اعلان وغانده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د شنبې په ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي:

“پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري، بلکې د افغانستان د شخړې یوازنۍ سوله ییزه حل لاره سیاسي خبرې اترې دي.”