قطر پلازمېنې دوحې غونډې ته له یوې اونۍ لږه موده پاتې ده، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی نهايي شوی. ټاکل شوې وه چې دې چارې ته د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړه شوې شورا نن شنبه د اپریل ۱۳ خپلې چارې بشپړې کړي، خو داسې ښکاري چې د اختلافونو له کبله دا کار ځنډیدلی دی.

دا چې څه شمېر کسان قطر ته لاړ شي، له اختلافي مسائلو یوه ده. د پخلاینې د رهبري شورا د تېرې چهارشنبې ورځې غونډه کې په دې اړه هوکړه ونه شوه، د ځینو نظر دا و چې لږ شمېر کسان دې لاړ شي، ځینو نور بیا ویل چې کسان باید ډېر وي، ځکه د دوی په وینا قطر درې – څلور سوه کسانو ته چمتوالی ښودلی دی.

دغه موضوع کاري کمېټې ته وسپارل شوه چې خپلې سپارښتنې راوړي، خو هغه لا په دې حد کې نه دي چې په اړه دې پرېکړه وشي.