ارګ  وايي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ د ثبات او هم‌پالنې ټیم د دې مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له دوی سره نه‌ وو شریک کړي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې  دا خبره کړې او په دوام کې یې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني به له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري او د هغه اندېښنه او شکایت به واوري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په نوم ناسته د افغانستان شته ستونزې نه‌شي هوارولی او دی او ټیم یې په‌کې برخه نه اخلي.

له دې سره د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او جرګه کې برخه نه اخلي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې کابل کې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې ته څه باندې دوه اونۍ وخت پاتې دی.

په دغه ټاکنیز ټیم کې د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازي شامل دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم په خبرپاڼه کې د دوی د نه ګډون دلیل دا ښودل شوی چې د جرګې د چمتوالي له پيل راهیسې تر اوسه هېچا له دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.