پر ټويټر د ښاغلي خليلزاد د پيغامونو تازه لړۍ ظاهراً د طالبانو وروستۍ وينا ته ځواب دى. وروسته له هغه چې ښاغلي خليلزاد او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال مېلر د ‘الفتح’ په نامه د دغه غورځنگ د پسرلنيو عملياتو اعلان وغانده، نو طالبانو دوى دواړو ته په ځواب کې ويلي و چې گواکې جگړه پر دوى تپل شوې ده.

افغان سولې لپاره د امريکا استازى په خپل پيغام کې چې د پخوا پرتله ډېر د خوشبينۍ نه برېښي ليکي چې د خبرو اترو پر مهال يې د جگړې کمولو او د وژنو د لړۍ درولو لپاره د لارو چارو وړانديز کړى، خو په وينا يې طالبان له همکارۍ انکار کولو سره د وينې بهېدنې دا لړۍ لا اوږدوي.