پوره څلور لسيزې کيږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، هرلوری د خپل موقف د تقدس توجيه کولو لپاره دلایل وړاندې کوي. دغه هېواد د سیمې او نړئ په کچه د پېښو مرکز جوړ شوئ ده.  خو دا چې دغه پېښې چا طرحه کړې دي؟
چېرته طرحه شوې دي؟
څوک يې لګښتونه ورکوي؟
چا يې عملي کارونه په مخ يوړل؟
چا لوبه وګټله او چا بايلوده؟
دلته روانه جګړه د کومو لاملونو پربنسټ د کومو موخو لپاره پلان شوې ده او څوک پکې د سون توکو په شان وسوځېدل؟
که لنډ ځواب يې غواړئ نو باید ووايم چي دلته روانه جګړه کورني او بهرني اړخونه لري. کورني اړخ يې بې عدالتي، ناسم مدیریت، استبدادي نظامونه، د چارواکو لخوا يو قطبي سیاستونه، په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسيدو لپاره د ديني معتقداتو او ملي ارزښتونو کارول، د پوهې د کچې ټيټوالئ د سرچينو کمښت د مشرانو واک مال او ژوند ته ګواښ او بهرنى اړخ يې د افغانستان جيو ستراتیژیک جيو اکانوميک او جيو پوليتيک موقعيت، د ګاونډیو سيمې او نړيوالو زبرځواکونو د ګټو ټکر او د هغوى ناروا رقابت په افغانستان کې د پردیو جګړو د پيل او دوام لاملونه ګڼلاى شو.

حاکمو ډلو هروخت هر وخت د خپل سیاسي واک کتاب په خپله د خپلو پرديو مرستندويانو مخ ته غوړولئ په کتاب کې پراته ټول ملي محرمات یې له نورو سره شریک کړي چې له امله یې په لاس ورغلي خپل ټول فرصتونه د خپلو لنډ مهاله کاذبو واکمنیو لپاره قربان کړي دي.

کله مو هم یو داسې ولسواک قانوني نظام نه ده جوړ کړئ چې د خپل ؤلس په ملاتړ د خپلو اتباعو په استازیتوب د یوه منل شوي قانون او ملي وثیقې په عملي کولو سره په کورنئ او بهرنئ کچه خپلې ملي پرېکړې د خپل ولس په ګټه، د خپلې خاورې او خپل نظام د بقأ لپاره په خپل ملي ستراتیژيک چوکات کې د هيواد او ولس لپاره د چوپړتيا مصدر وګرځي.

کله چې ولس په نظام کې له ظلم فساد بي عدالتي او بي توجهي څخه ستومانه شي او نظام د ځان نماینده ونه ګڼي، نو په کمين کې ناست پردى دښمن د نظام له تشو څخه ګټه پورته کوي. په لمړي سر کې ولس مدني مخالفت او بیا وروسته په نظامي ډګر کې بغاوت ته هڅوي.
که د ظاهرشاه نظام پوره عدالت تامین کړئ او د خلکو ستونځو ته د رسيدو همت کړې وای، نو شاید پرضد یې د کمونستانو په مرسته داود خان د نوموړي پاچاهي نظام نه واى نړولاى. . که کمونستانو د ولس ديني معتقداتو او ملي ارزښتونو ته درناوی کړی وای، په يو او بل نوم له بيځايه نيولو، ځورولو، بي محکمو وژنو او هيواد پريښودو ته د خلکو اړ ايستلو څخه يې ډډه کړې واى، شاید له ولسي بغاوت سره نه واى مخامخ شوي. که د مجاهدینو ځينې تنظیمونه د واک او ځواک ناروا حرص او هوس نه واى ليوني کړي، خپلمنځي جګړو کې نه واى لتاړ شوي، په واک يې خیټه نه وای اچولې او له ژمنو سره سم يې يو ولسواک اسلامي نظام جوړ کړئ واى، شاید د طالبانو را پورته ته اړتیا نه واى پيښه شوې. که طالبانو د خپلو وعدو په مطابق د ولس د هیلو او آرزو ګانو سره سم د وخت او زمان نزاکتونه په پام کې نیولي وای، شاید امریکایانو او ناټو په افغانستان یرغل نه واى کړئ. که د امریکایانو او ناټو په ملاتړ راغلي رژیم ولس ته ښیرازي، سوله، او عدالت راوستي وای، شاید د طالبانو دوهم ځل جګړو ته اړتیا نه وای پيښه شوې.
مګر بدبختانه دلته هرچا ددې ټټر وواهه چې ولس ته به ترټولو ښه چوپړ کوي، تيرې ترخې تجربې به نه تکراروي، خو په حقیقت کې یې یوازې خپل ځان، خپلې خوښې او د خپلې سلیقې وړ کسان ونازول او د مخالفینو په مرئ يې ښه تيزه چاړه راکش کړه.
دلته له ولس سره د عدالت په نوم ظلم وشو. د سرتاسري پاکو روڼو او ازادو تاکنو د ترسره کولو په نوم تقلب جعل او درغلي وشوه. څوک هم راته له تیرو اتلسو کلونو را په ديخوا یوه شفافه، سرتاسري او آزاده انتخاباتي پروسه نشي په ګوته کولاى چې ولس پکې واقعاً رایه ورکړي وي او د هغوى د رايو سره سم مشران بريالي شوي وي، بلکه هر ځل له تير څخه زيات د زور او زر په کارولو، کورنیو او بهرنیو اړخونو په لاس وهنې او يا هم د پرديو په مينځګړتوب زمونږ تاکنيزې شخړې ختمې شوې دي.

په دغه ډول شرائطو کې د زور زر او پرديو په مرسته بريالي شوي اشخاص د واک له ترلاسه کولو وروسته هېڅکله هم د افغانستان ؤلس ، خاورې او نظام ته کارنه کوي ځکه چې هغوی د خپلو خلکو ، خپلې خاورې او خپل نظام د چوپړ له پاره نه ـ بلکې د خپل جیب ډکولواو پرد یو استخباراتو له پاره د خپل ؤلس د استازي په جامه کې خپل ځانونه سیستم ته داخل کړي دي. ترڅوپه قانوني بڼه خپل ؤلس ، خپله خاوره او خپل دولت چور، کمزوری او رسوا کړي .

په ټولنه کې د ناخوالو او د پرديو د لاسوهنو د مخنیوي مناسبه او منطقي حل لاره داده چې ديني علما، ملي او په هیواد مین قوتونه خپلې تیروتنې وارزوي، لمړی ځان او بیا خپل عام خلک سمون او بدلون ته اړ کړي. د تل لپاره له بهرنیانو ګیلې کول او د خپلو اعمالو پړه په نورو باندې اچول ګټور نوښت نه ده. ، ترڅو مو دهغوی د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نه وي نیولي. په ځان او خپلو تولنو کې مو مثبت بدلون نه وي رامينځته کړئ ژړا او واویلا مو څوک نه اوري. د نجات يوازنئ لاره داده چې خپل مسوولیتونه ومنو، له تيرو ناکاميو څخه زده کړه وکړو، د اوښتون نه بلکه د سمون او بدلون لاره ونيسو.

ترينګلئ امنیتي وضعیت، د کچکول په مرسته کمزورئ اقتصاد، تيت او پاشلې ټولنيز جوړښت هر افغان ځوروي، خو ستونځه داده چې د ملت د اکثریت خلکو کمزوری سیاسي شعور، له تاریخي پیښو څخه نه زده کول، یو بل نه منل او ځانځاني په موږ کې زور اخیستئ او د ژغورنې لاره راڅخه ورکه شوې ده. اوس مونږ ملي ګټو، ملي او دیني شعایرو ته ګواښونه یا نه حس کوو او يا هم ځان ورڅخه تیروو.

ملي حاکمیت، استقلال او خپلواکي ساتل د شخړو د دوام او کمزورتیا په وخت کې یوازې په جنګ او قربانیو ورکولو ممکن نه، بلکه د علم، پوهې، غوړيدلي اقتصاد، غوره دیپلوماسي، ویښ او یو موټی ملت درلودلو په مټ ممکن دي. که دغه وړتیاوې نه لرو، نو وينه به مو توئيږي، يو بل به سره وژنو خو بریا به مو ناشونې وي.

عبدالوحید وحید

کابل افغانستان