د کابل ښاروالۍ وايي، په دغه ښار کې د یوه کانال جوړول یونیم میلیون ډالر لګښت غواړي.

کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې چې په تېرو کلونو کې دغه ستونزه موجوده وه، اوس د کانالونو په جوړېدو له منځه تللې ده.

د دغې ادارې ویاند  وايي: “د وزیراباد کانال چې د درېیم پروان له څلور لاري د هوايي ډګر تر شماله پورې رسي او په اساسي توګه جوړېږي، د ۹۷م کال له پسرلي تر ژمي پورې یې ۷۰ فیصده کارونه پرمخ تللي، خو د بارانونو له امله ونه توانېدو چې نور پرمخ لاړ شو، خلکو ته خبر ورکوو چې تر دوو میاشتو پورې لوی کانال جوړېږي، خو د دې لپاره چې ستونزه له کنټروله ونه وځي، کاري ټیمونه په ټانکرونو اوبه تخلیه کوي چې پخوا دا ټانکرونه موجود نه وو.”

که څه هم کابل ښاروالۍ د واټونو د اوبو د جاري کېدو لپاره په ځینو سیمو کې یو شمېر کانالونه جوړ کړي، خو کابل ښاریان وايي چې دا کانالونه معیاري نه دي او ستونزه نه شي هوارولی.

دوی وایي، د باران له اوبو د کابل ډکو واټونو خلکو ته ستونزې جوې کړي دي.

دغو اوبو په ډېری سیمو کې د خلکو کورونو ته زیانونه هم رسولي.

د واټونو ډنډونو نه یوازې دا چې ټرافیکي ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې او د کابل ښاریانو تګ راتګ یې ستونزمن کړی، بلکې په ځینو سیمو کې ښوونځیو ته د زده کوونکو د تګ خنډ شوې هم دي.

په کابل ښار کې وروستیو بارانونو د هغو کسان بازار تود کړی چې لاس ګاډی لري او خلک په کې په پیسو له یوه واټه بل ته اړوي.

خو د ښاروالۍ کارکوونکو ته یې ستونزې پېښې کړي، ځکه اړ دي چې هره ورځ د واټونو اوبه په ټانکرونو کې ولېږدوي.