د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ (وری ۲۷مه) رسنیو ته د دوحې د کنفرانس د ګډونوالو لیست استولی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د لیست سربېره یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، په دې لیست کې د سیاسي ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي کسان ځای پر ځای شوي دي.

په دې لیست کې د استاد سیاف نوم هم نشته خو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د رهبري شورا د غړو نومونه په دا لېست کې شته، دا پلاوی به په بین‌الافغاني خبرو کې برخه اخلي چې د جمعې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېلېږي او د اپرېل تر ۲۱مې به دوام وکړي

په  غونډه کې د ګډون کوونکو   ۲۵۰ کسانو لېست د لیدو لپاره لاندي لینک کیکاږئ.

د قطر د غونډې د ګډونوالو لېست