د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو لپاره د پسرلنیو بریدونو د لړۍ اعلان غندلی دی. د دغې شوری په یوه وینا، پاڼه کې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

امنیت شورا وايي د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.امنیت شورا زیاتوي، ددغې شوری غړي د سولې لپاره د افغانانو هیلې درک کوي او د طالبانو له خوا تازه اعلان شوي عملیات غندي.

امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له شته فرصته ګټه واخلي او د افغانانو ترمنځ پراخه خبرې پيل کړي، داسې خبرې اترې چې په پایله کې افغانستان له سیاسي ټیکاوه برخمن کړي.

په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او زیاتوي دا مهمه ده چې دا هڅې د پراخه او د افغانانو په مشرۍ او د همدوی په واک کې وی.