د افغان حکومت باورې  سرچینو   منلې ده چې د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو الوتنه د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلې ده. د دغه سفر لپاره یوه قطري الوتکه چارټر شوې وه. په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) له کابله د قطر دوحې کنفرانس ۲۵۰ ګډون کوونکي قطر له طالب استازو د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي. په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکي بنسټ مشر سلطان برکات پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي  د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي. په افغانستان کې د سولې په لړ کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره دا دویمه غونډه ده چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې جوړېږي.

خو وسله‌والو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوي لېست سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې دوی په‌دغه لېست کې یوازې له یو شمېر مشخصو قومي مشرانو او شخصیتونو سره وګوري.