افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ قطر ته د تلونکي پلاوي ځینې غړو ته وینا کې وویل، چې دا کسان له طالبانو سره خبرو کې د افغان دولت او ملت استازي کوي. ولسمشر غني د قطر دوحه کې د افغان سولې لپاره د خپلمنځي خبرو دا غونډه یو چانس وباله. له کابل دا پلاوی د اپرېل پر ۱۹ قطر ته ځي او پر ۲۰ او ۲۱ نېټه د طالبانو له ۲۵ کسیز پلاوي سره خبرې لري.

که څه هم طالبان وايي، چې دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازي ګډون نه شي کولی، خو اشرف غني خپله وینا کې وویل، چې دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د دولت استازيتوت کوي: “تاسو قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظیم واحد ملت استازي کوئ. د هر ماشوم، ښځې، معلول، شهیدې کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازي کوئ، داسې حقونه چې د افغانستان اساسي قانون کې درج دي”.

اشرف غني دا هم وویل، چې د جګړې دوام او د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه کومه اتلولي ده. “د سیاسی حل لارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټونکی به افغان ماشومان، مېرمنې، د افغانستان یتمیان او ځانګړي ډول ولس او راتلونکي نسلونه وي”.