پخوانیو دیني عالمانو له کتابونو او مطالعې سره دومره مینه درلوده چې آن له ملګرو او د کورنیو له غړو سره تر ناستې به یې د کتاب مطالعه غوره ګڼله. دوی په سفرونو کې له خوړو او اوبو سره خوا کې کتابونه هم له ځانونو سره ګرزول او خپل ذهنونه یې له دې لارې تغذیه کول.

ابن مبارک رحمه الله ته یو چا وویل: اې د عبدالرحمن پلاره! کشکي کله کله له خپلو ملګرو سره کېنئ او خبرې وکړئ، ده ورته وویل: زه په کور کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو سره کېنم، یانې هغه کتابونه ګورم چې د صاحبه کرامو ژوند او د اسلام په لاره کې د دوی قربانۍ ورکې بیان شوې دي.

شفیق بن ابراهیم البلخي رحمه الله وايي چې موږ ابن مبارک رحمه الله ته وویل: کله چې لمونځ وکړې، بیا ولې په منډه جګېږې او له موږ سره نه کېنې؟ ده راته وویل: زه له تابعینو او صحابه وو سره کېنم. موږ ورته وویل: په اوس زمانه کې صحابه او تابعین چیري دي؟ ده وویل: زه په کتابونو کې د دوی اعمال او سرښندنې مطالعه کوم، زه له تاسې سره نه کېنم، ځکه تاسې د یو او بل غیبت کوئ.”(۱)

زهري رحمه الله پرېمانه کتابونه درلودل، او ښه ساتنه یې کوله آن تر دې چې یوه ورځ یې ښځې ورته وویل: قسم په الله جل جلاله چې دا کتابونه دې ما تر دریو بنو ډېر زوروي.” (۲)

له ځینو عالمانو څخه وپوښتل شول چې له څه شي سره مینه لرئ؟ هغوی خپلو  کتابونو ته لاسونه ونیول، بیا یې ځنې وپوښتل شول چې په انسانانو کې له چا سره مینه لرئ؟ دوی ورته وویل: له هغو کسانو سره چې په دې کتابونو کې یې یادونه شوي ده.(۳)

دیني عالمانو د کتابونو مطالعه تر یوه ځانګړي وخت پورې نه وه محدوده کړې، بلکې په هر حالت کې یې مطالعه کوله. ابن القیم رحمه الله وايي چې زه داسې کسان پېژنم چې په سخته تبه او درد کې به یې کتاب سر ته ایښی و، کله چې به لږ را پر سد شو، نو مطالعه به یې پیل کړه. یوه ورځ پر داسې یو عالم پېښ شوم چې کتاب یې مطالعه کاوه، ډاکټر ورته وویل: په داسې حال کې د کتاب مطالعه درته زښته زیان لري.”(۴)

حضرت حسن الولوي وايي: څلوېښت کاله عمر مې تېر شو، په دې ټوله موده کې به په ويښه او خوب کې کتاب زما پر سینه پروت و.” (۵) په پخوانیو عالمانو کې ځینې داسې کسان هم و چې د ویده کېدلو پر ځای به یې کتابونه را ګرزېدلي او تر مخکې او وروسته به مطالعه کوله.” (۶)

حافظ الخطیب البغدادي رحمه الله داسې یو عالم و چې پر لاره به یې هم کتاب مطالعه کاوه. کله چې به ځینو عالمانو ته د یو چا له خوا بلنه ورکړل شوه، نو د دوی لومړی او تر ټولو مهم پوښتنه به دا وه چې آیا د ناستې په ځای کې داسې ځان شته چې هلته کتابونه کېښودل شي او په فارغ وخت کې یې مطالعه کړي. (۷)

ابو العباس المبرد وايي: دریو کسانو د علم په زده کړه او مطالعه کې ډېره هڅه کوله: جاحظ، فتح بن خاقان او اسماعیل بن اسحاق القاضي. د جاحظ عادت دا و چې کله به کتاب په لاس ورغی، نو تر پایه به یې لوست. فتح بن خاقان به له ځان سره په جورابو کې کتاب ګرزاوه او یوازې د ډوډۍ، لمونځ او تشناب ته د تګ پر مهال به یې کتاب له لاسونو څخه لیري کاوه. او اسماعیل بن اسحاق بیا داسې یو سړی و چې ما هیڅکله بې کتابه نه دی لیدلی، تل به یې مطالعه کوله او د کتاب پاڼې به یې پر له اړاولې.” (۸)

کتابونه د عالمانو تر ټولو ستره خزانه وه، د دوی هڅه دا وه چې چیري او څنګه کتابونه را ټول او یو لوی کتابتون جوړ کړي. ابن الجوزي رحمه الله وايي: زه هیڅکله د کتاب په مطالعه نه مړېږم، کله چې یو نالیدلی کتاب وګورم، نو داسې احساس کوم لکه پر خزانه چې پېښ شوی یم.” (۹)

دغه ډول به عالمانو هڅه کوله چې د کور تر وسائلو ډېر مال پر کتابو ولګوي، ځینو خو به آن دومره کتابونه اخیستل چې په کورونو کې به یې مېرمنې په ټولولو او تنظیم پورې پکو وې. یو عالم د خپلې مېرمنې کیسه داسې کوي:

وقائلة أنفقتَ في الكتب ما حوت

يمينُك من مال فقل تدعيني

لعلي أرى فيها كتاباً يدلّني

لأخذ كتابي آمناً بيميني”

ژباړه: میرمنه مې راته وایې چې په ښي لاس کې چې دي څه پیسې وې، ټولې دې پر کتابونو ورکړې .ما ورته وویل چې پریږده، ښایې داسې کتاب پیدا کړم چې ماته لارښوونه وکړي او بیرته مې دا خپل ښی لاس را ډک کړي .

فیروز ابادي د پنځو زرو مثقالو سرو زرو په اندازه کتابونه اخیستي و، هغه هیڅکله له کتابونو پرته سفر نه کاوه او تل به یې یوه برخه کتابونه  له ځان سره ګرزول. (۱۰)

ځینې عالمان داسې هم و چې د کتابونو لپاره یې په خپلو جامو کې ځانګړي جېبونه او ځایونه جوړ کړي ول، لکه ابوداوود رحمه الله چې یو لستوڼی یې ازاد او بل تنګ و، یو چا یې علت وپوښت، ده ورته وویل: دا غټ لستوڼی مې د کتابونو لپاره جوړ کړی دی.” (۱۱)

ځینې داسې عالمان هم و چې په خپل کتابتون کې به یې د یوه کتاب آن درې نسخې ساتلې وې، ترڅو د یوې په ورکېدلو سره له بلې نسخې څخه ګټه واخلي.

له کتابونو سره د دیني عالمانو بې کچې مینه او دوامداره مطالعه د دې لامل شوه چې هر یوه یې کتابونه ولیکل او خپلو شاګردانو ته یې عملا دا ورزده کړل چې کتابونه څنګه وساتي؟ مطالعه څنګه وکړي او محتویات یې څنګه په خپلو ذهنونو کې خوندي کړي؟.

لیکنه: محمد صالح المنجد

ژباړه: محمد ایاز ترنک

 

——————–

(۱) تقیید العلم (۱۲۶مخ).

(۲) شذرات الذهب (۱/۱۷۶).

(۳) تقییدالعلم( ۱۲۵مخ).

(۴) روضه المحبین لابن القیم (۷۰ مخ)،ط . دارالکتب العلمیه.

(۵) جامع بيان العلم وفضله لابن عبد البر، ت: الزهيري، دار ابن الجوزي (۲/۲۰۳).

(۶) تقييد العلم للخطيب (۱۲۴ مخ).

(۷) الحث على طلب العلم للعسكري ( ۴۰ مخ).

(۸) تقييد العلم (۱۳۹-۱۴۰ مخونه).

(۹) صيد الخاطر، المكتبة العلمية، بيروت،(۱۴۹ مخ).

(۱۰) الضوء اللامع (۱۰/۸۱).

(۱۱)تذكرة الحفاظ (۲/۵۹۲) .