یوې باوري سرچینې  د بي بي سي  په ګډون رسنیو ته ویلي، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي، او په دې توګه د سولې خبرې د قطر له انحصاره و ایستل شي. سرچینې رسنیو  ته ویلي، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو وړاندیز کړی دی. دغه سرچینه وایي چې دغه خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دي.

د سرچینې په باور، لومړنۍ بین الافغاني ناسته به قطر کې کیږي او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامي ارزښت هم لري، ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، دوه ورځې وړاندې یې دوحه کې له یوشمیر بهر میشتو افغانانو سره غونډه کړې ده. طالبانو په دغې غونډه کې د دوی د مرکچي پلاوي د یوه غړي امیرخان متقي خبرې خپرې کړي چې نوموړی په کې د قطر غونډې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت اچوي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي امیر خان متقي په نا مستقیم ډول ویلي، تر هغو چې له امریکایانو سره د دوی خبرې وروستۍ نه شي، د افغان حکومت له استازو سره خبرې نه کوي.