افغان ولسمشر محمد اشرف غني د  د اپرېل ۲۶ د پارلمان یا ملي شورا ۱۷ دورې پرانیست غونډه کې د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت د سولې طرحې ته ژمن دی.

د پارلمان لپاره د ۱۷ پړاو ټاکنې چې له نږدې درې کاله ځنډو وروسته تېر اکټوبر کې وشوې او اوس یې اوه میاشتې تېرې شوې لا یې هم د کابل په ګډون، د پکتیا ، کوچیانو د استازو بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې او دغزنی ټاکنې هم نه دي شوي.

اشرف غني پرانیست غونډې ته وینا کې د ټاکنو خپلواک کمېسون د ځینې چارواکو “بې کفایتي” هغه څه وبلل چې له ټاکنو نږدې اوه میاشتې وروسته پارلمان پرانیستل کېږي.

 

 

نوموړي په خپلو خبرو کې د پارلمان له نویو غړو وغوښتل چې تر پخوانیو هغو به په ډېر توپیر له امنیتي سیکتور سره ستراتیژیکه همکاري ولري:

“او په دې حساسو شرایطو کې به له هر رنګه سلیقوي خواهشاتو او بې ځایه ګومارنو او نورو چارو کې دوی بوخت نه کړي”.

هغه دا هم وویل چې له امنیتي سکتور پوښتنه او د هغوی نظر اورېدل د وکیلانون دنده او صلاحت دی:

“خو باید په یاد ولرئ که زیات بوخت شي او ستاسو تر پوښتنو فشار لاندې پوځي اسرار رسوا کړي دوښمن ترې ګټه اخیستلی شي. هیله ده چې له پخوا په بهتر چوکاټ له امنیتي سکتور او اجرایه قوې سره اړیکه وساتئ”.

ولسمشر غني خپله وینا کې ټینګا روکړ چې افغانستان کې د سراسري او رڼو ټاکنو پورې ولسمشر دی.

د اساسي قانون له مخې که د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت کېدلی، نو د نوموړي د واک وخت غبرګولي کې پای ته رسېد، خو څو ورځې مخکې سترې محکمې وویل، چې ښاغلی غني به تر راتلونکو ټاکنو پورې خپلې دندې ته دوام ور کوي.

ټاکلې ده د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې دوه ځلې ځنډېدو سره راتلونکې تله میاشت کې وشي.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو ډېر نوماندان د غبرګولي له لومړۍ نېټې ولسمشر غني ګوښه کېدل غواړي.

دوی د ولسمشر غني ډېر وروستي فعالیتونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاین او د حکومتي اسانتیاوو ناوړه کارول بولي.

خو ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د خلکو غم ښادۍ کې ګډون او د پروژو پرانیستل یې کمپاین نه بلکې د واکمن ولسمشر د واک له مخې دي.