د تلپاتې سولې په موخه اړينه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان پۀ خپلو ذهني لومړيتوبونو، فکرى استقامتونو او کړو وړو کې بدلون راوړي. په يوازې ځان د حکومت کولو د واک او قدرت خپلولو او انحصار فکر له ذهنه وباسي. دواړه خواوې باید د افغان ولس پۀ نوو تنکيو هيلو او غوښتنو د ناهيلئ څادر و نه غوړوي. زمونږ په ځپل شوي، کړيدلي او زوريدلي ملت باندي رحم وکړي. د يوې ريښتنې او تلپاتې سولې لپاره اغيزمن او صادقانه ګامونه واخلې. دغه هيواد او ولس له ناورين څخه وباسي.
تر کومه به وژل کيږو، تر کومه وخته به مو کورونه ورانيږي، ترڅو به خپلو وينو کې لمبيږو؟ ترڅو به مو اولادونه بې زده کړو پاتې کيږي؟ که دلته روانه جګړه ختمه نه کړو نو جګړه به مونږ حتماً ختموي.
په ټوليزه توګه باید ومنو چې د هرې جګړې غوره پاي د دښمنانو ترمينځ د سولې هوکړې ته په رسيدو کې نغښتئ ده. د جګړو د اوږديدو او سختيدو لپاره خورا ډير بحثونه وشو مثبت او منفي دلائل ولټول شو. جګړه هم اوږده شوه او هم سخته شوه، خو د هيڅ لوري لپاره د ګټلو او بريا څرک نه لګيږي. په جګړه کې ګټه پردي وړي، او زيان يې افغان خاورې او افغان ولس ته رسيږي.

ښه رهبر هغه نه ده چې ولس جګړو ته وهڅوي او په ناورينونو کې يې ونښلوي بلکه ښه مشرتوب او ښه مشران هغه خلک دي چې ولس له غميزو او جګړو وژغوري. ښه مشر هغه ده چې جګړه له وينو تويولو وړاندې وګټي.
ښه رهبر هغه ده چې ننګونې په فرصتونو باندي واړوي او له لاس ته اغلو فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

دوستانو،
ايا اوس چې يويشتمه سليزه روانه ده مونږ لاهم دا فکر کوو چې جګړه وياړ او په جګړه کې بريا شونې ده؟
ايا اوس هم باوري يو چي نړئ دومره اضافي وخت لري چې له مونږ څخه زمونږ د غوره ماضي په تړاو د انتقام اخيستو، تربورګلوي او نورو مزخرفاتو په تړاو فکر وکړى؟
بايد ومنو چې پرمختللي ولسونو تاريخ ليکي او زيرمتون ته يې اچوي. هغوى د خپل نيکه په هکله هم معلومات نه لري. هغوى په حال او راتلونکي باندې فکر کوي ځکه خو يې پرمختګ کړئ ده. ښې زده کړې، ښه غوړيدلئ اقتصاد او ښه ژوند لري. د سياست او اقتصاد په مټ په ټوله نړئ باندي سیاسي حکومت هم کوي، هغوى اوس وخت د جګړي او خاوري د نیولو لپاره مناسب نه ګڼي.
که مونږ په يويشتمه پيړئ کې فکر کوو چې نړئ غواړي مونږ غلامان کړي، نو په رښیتا هم خوب وینو او دغه ډول خوبونو ته تعبير موندل نا شونئ کار ده.
مونږ باید د يويشتمې پيړئ له شرائطو سره خپل سياست عيار کړو. بايد ومنو چې اوس د کوم قوم د غلام کولو لپاره فوځونه استول زړه ناکاره او فرسوده نسخه ده. اوس نظامي اشغال نه بلکه اقتصادي او ديپلوماتيک اشغال د غلامي اسانه او ارزانه تګلاره ده. د دغه کار لپاره نړيوال بانک, IMF او نور ديپلوماتيک بنسټونه شتون لري چې کوم ځانګړئ هيواد د خپلې غلامي په حلقه کې راولي.

منم چې افغانان قطعاً غلامي نه مني خو جګړه هغه شومه پديده ده چې افغانان يې د پرديو لاس ته مجبور کړي دي.
زموږ دوښمن نو څوک دي؟
که مونږ اوس هم نه پوهیږو چي زمونږ دوښمن څوک دي نو بيا په دي هم نه پوهیږو چي مونږ په خپله څوک يو.
زمونږ دښمن زمونږ خپل ذهینت ده، زمونږ دښمن زمونږ هغه خوسا فکري استقامت ده چې د واک او ځواک حرص او هوس د ورور نفى کولو ته اړ ايستي يو.

بهرنيان به يقيناً د تل لپاره دلته نه وي. حتماً به ځي، ځکه چې هغوى نه دومره وخت او نه هم دومره وس لري چې دلته لسګونه کالونه تير کړى.
زرنګ خلک خپلې برياوې او ناکامي ارزوي او ډير زرنګ خلک بيا د نورو له تجربو څخه هم ګټه اخلي، ځکه چې انسان دومره اوږد عمر نه لري چي هر څه پخپله تجربه کړي. خو زه فکر نه کوم چې مونږ دغه وړتیا ولرو. ځکه خو مونږ ټول عمر جګړه کوو.

دا ډیره اسانه خبره ده چي بل څوک ملامت کړو، په بل چا تور ولګوو او خپل لاسونه د بل چا په لمن ورپاک کړو. خو دا ډیره مشکله ده چي ځانونو کې سمون او بدلون راوړو. مونږ خپل ځانونه هغه وخت سمولاي شو چي فکري او ذهني وړتیا مو سمې کړو ځکه انسان دخپل فکر غلام دي او دا بادار چي يي هر څه ورته وايي په پټو سترګوي يي مني.

د شريعت په پلي کولو کې زمونږ ستونځه

له دې سره سره چې مونږ يو اسلامي قانون لرو. په اساسي قانون کې د اسلامي شريعت په خلاف هيڅ ډول قانون د هيڅ قانوني او غير قانوني مرجع له ادرس څخه نشي جوړيداى خو دغه کار عملاً په ټولو برخو کې نه ده عملي شوئ. دا يوازې اسلامي شريعت نه ده چې موجوده نظام يې په پلئ کولو کې پاتې راغلئ بلکه په نظام کې په لوړو پوستونو باندې د زورواکانو شتون له قانون څخه د معافیت دود خپل کړئ ده چې دغه کار د شريعت د نفاذ ترڅنک د قانون د پلي کېدو مخه هم نيولې ده.

شريعت د تاريخ په اوږدو کې ډېر لږ عملي شوى او شرعي نظامونه لږ منځ ته راغلي خو په همدې لږه موده کې اسلامي شريعت د خلکو لپاره د ژوند يو داسې نظام برابر کړى، چې بشريت يې بيلگه نه ده ليدلې.

د افغانستان اساسي قانون

په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې حکومت وکولاى شول چې د لویه جرګې میکانیزم لاندې د هیواد اوسنئ اساسي قانون په ۱۲ فصلو او ۱۶۲ مادو کې تصویب کړي.
په افغانستان کي د اساسي قوانینو تدوین چې اوسنى اساسي قانون يې لسم قانون ده چې د تدوين مرحله بشپړه کړه یو تکاملي سفر طي کړیدی او فعلي اساسی قانون د نورو اساسي قوانینو په نسبت کامل ، جامع ، او مډرن ګڼل کیږي.
په مو جوده اساسي قانون کي د قدرت او ازادی ترمنځ ، د دولت، اقتدار او صلاحیت ترمنځ توازن ایجاد سوی او دبلی خوا څخه نسبت نورو اساسي قوانینو ته د هېواد د اتباعو اساسي حقوق او ازادیو اړوند ښه احکام لري.
که بيا هم اساسي قانون نيمګړتياوې لري، نو اساسي قانون خو قران کریم نه ده چې بدلون پکې نشي اتلاى. ورباندي بحث کولو اصلاح سمون او بدلون لپاره امکانات او لارې شته. هغه برخې باید تعدیل ته وړاندې شي چې سمون او بدلون ته اړتیا ولرى.

د طالبانو د اسلامي امارت د نړولو ستونځه،

د 2001 کال د سپټمبر په يوولسمه د امريکا د نيويارک ښار پر نړيوال سوداګريز مرکز (ورلډ ټريند سنټر) او دفاع وزارت (پنټاګون) د څلورو الوتکو په وسيله بريدونه ترسره شول، چې له امله يې شاوخوا درې زره تنه ووژل شول او شپږ زره نور ټپيان شول. امريکا د دغو بريدونو مسووليت پر القاعده ډلې واچاو او ادعا يې وکړه چې د افغانستان طالبانو هم ورسره مرسته کړې؛ ځکه يې د القاعده او طالبانو پر ضد له دې پېښې نږدې يوه مياشت وروسته پر افغانستان بريدونه پيل کړل. د طالبانو اسلامي امارت يې نسکور کړ او د ترهګري ضد کمپاين په نوم يې جګړه پيل کړه چې دا دى اوس يې اتلس کاله پوره شول، خو لا هم نه ده ختمه شوې.
متاسفانه افغانستان له څو لسيزو راپديخوا د توپک د شپېلئ په خوله د نظامونو د نړولو لابراتوار جوړ شوئ ده. که تاريخي شاليد ته ځير شو نو پوهيږو چې دلته هر زورور په خپله او د پرديو په مټ نظامونه نسکور کړي دي. د تيرو څلورو لسیزو په دوران کې د نظامونو په نړولو کې د افغانستان د ولس رول د صفر سره سمون خوري.
د طالبانو د اسلامي امارت د په نسکوريدو عامو افغانانو افغانانو هيڅ ډول نقش نه درلوده، خو دغه جګړه د افغانستان په خاوره کې د افغانانو په کليو کورونو او ښارونو کې دوام لري.
که د توپک د شپېلئ په زور د حکومت نسکوريدلو په پايله کې د نسکور شوي حکومت د پلويانو جګړه د توجيه وړ او مشروعیت لري، نو طالبانو هم يو حکومت د توپک د شپېلئ په خوله نسکور کړئ وه.
بله لا داده چې که دغه دوکتورين د منطق پر بنسټ ولاړ وي، نو د امان الله خان لور آغلې هنديه، د ظاهرشاه لمسى مصطفى ظاهر، د سردار محمد نعيم زوى نادر نعیم، د نجيب لور مسکا نجيب هم ددغه منطق پر بنسټ د توپک د شپېلئ په خوله د خپلو اسلافو د حکومتونو جوړولو لپاره د جګړې کولو حق لري.
ها رښتيا که جګړه د اشغال په وړاندې وي نو تر اشغال وړاندې د اوسنيو ډلو ترمنځ د جګړو د توجيه لپاره کوم دلائل موجود وه؟
دريمه خبره داده چې راځئ د اشغال په ختمولو کې د حکومت لخوا د اشغال ختمولو او په دغه هکله د قانوني ګامونو پورته کولو په تړاو خپل نقش لوبولو په شرط خپلمنځي سولې ته لاره هوارو کړو.