خلكو چې په ښارونو او كليوالو سيمو كې د څوارلس كلن جهاد دروند بار په غاړه وړى و، تمه درلوده چې خپله هيله پوره وويني او په هېواد كې د قانوني دولت د لرلو، ملي حاكميت، سياسي خپلواكي ، زمكنئ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، پرمختګونو بيا ابادونې او له نفس سره ستر جهاد ته دوام وركړي، خپل هېواد د نړئ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او په خپل دسترخوان باندې له خپل فاميل سره د خپلې ډوډئ خوړلو څخه خوند واخلي؛ خو متاسفانه هغه ستر ولس چې کم او زيات دوه مليونه سرونه يې په جګړه كې له لاسه وركړي وو، په لسګونه زره معيوب او معلول يې درلودل ، شپږ مليونه مهاجر شوي او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د جهادي مشرانو د كمزورتيا، ځان غوښتنې، د واک د تندې د هوا او هوس او قسماً د پرديو د لاس وهنې له امله له داسې ځوروونکو او بوږنونکو كورنيو جګړو سره مخامخ شو چې مونږ يې د خپل هېواد د تاريخ په اوږدو كې نه و ليدل شوې.
دې خونړيو پېښو د ثور اتمه د خلكو په اذهانو كې تته كړه او داسې وانګيرل شوه چې دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي _ جهادي مشرانو د بري ورځ ده چې د خلكو د بچيانو د وينو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو د خلكو د پراخه پرګنو ارمانونو ته يې شا كړه او د ځان غوښتنې او ځاني ګټو په درياب كې لاهو شول!
پوره باوري يم چې د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړه چې د دوې له ديني معتقداتو، ملي ارزښتونو، قومي، قبيلوي جوړښت او دودونو سره په تكړ كې و او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره اواره كړه چې د خپلو افغاني ملګرو د ساتنې يا د خپلو سترو موخو د عملي كېدلو له پاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وو؛ خو له بده مرغه چې خپله هم د جګړې له ډګره بريالي ستانه نه شول، د نويو فتنو په غوبل كې تس نس شول.
د ثور له اتمې څخه وروسته د ګاونډيانو پټو او ښكاره لاسوهنو افغانستان له داسې خونړئ كورنئ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسوځول او د افغانستان ډېره پاته مادي او معنوي شتمنئ يې په سيند کې لاهو كړه.
افغانستان اوس هم له بده مرغه اوس هم په هغه اور کې سوځي چې کمونستانو يو څلویښت کاله مخکې بل کړئ وه.
په افغانستان كې د ثور اتمه ورځ اوس د خلكو په زړونو كې ډېر ځاى نه لري، دوى دا ورځ د هغه سترو ارمانونو د غوټيو د رژېدو ورځ بولي چې د مليونونو سرونو په بيه پوره نه شول او د واک وږو تږو د خپلو هوسونو په ږلئ ووهل.

درنو ځوانانو،
اوس يو څو په ځانګړي ډول تاسو ته ليکم. ځکه چې د مقدس جهاد د دښمنانو د شومو تبلیغاتو مرکزي او محوري فوکل پواينټ تاسو ياست.

منم چې مونږ ستاسو د هوسا ارام او خوشحالي لپاره په بشپړه توګه خپلې دندې سرته نه دي رسولې. ځکه چې مونږ هم ستاسو په شان د استعمار لخوا د واک او ځواک د غځولو په موخه د هغوى د جګړه ايزو غريزو د پوره کولو لپاره د سون توکي وګرزيدو.

هڅه مو وکړه، منډې مو وکړې، په تشو نسونو مو ډيرې شپې سبا کړې، شکنجې مو وزغملې، بند خونې مو وزغملې، بريښنايي شارټونه مو وينې وزبيښلې، په پوليګونونو کې مو لس ګونه زره بنديان لاس تړلي ژوندي تر خارو لاندې کړاى شول، په کتارونو کې ودرول شو او مرمئ راباندې وچليدې، بمونو مو غوښې ونو ته پورته کړې، بمبارونو مو دومره ولسي خلک شهيدان او تر خاورو لاندې چي د را ايستلو توان مو نه درلوده، نو ملايانو کنډواله شوئ کلئ هديره وګرزاوه، د ګران او خوږ وطن پريښودو ته مجبور کړاى شو. د پردي وطن له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. دوه ويشت لکه انسانانو قرباني مو ورکړه. شوروى مو مات او يرغلګر مو وشړل، د برلين ديوال ونړيدن، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو مونږ خپلې موخې ترلاسه نه کړې. مونږ اسلامي نظام قائم نکړاى شو. مونږ هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځينو تش په نامه جهادي مشرانو د ناروا او وحشي کورنیو جګړو له امله ناهيلي شوو او د هيلو غوټئ مو له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې
د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول.
مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو.
مونږ مأيوس شوي يو.
هو، زه له جګړو څخه ستړئ شوئ يم. زه نا هيلئ شوئ يم او زه له افغان وژنې کرکه کوم.
راځئ لږ حساب وکړو چې که څو وږي تږي مشران د واک په سر جګړه کې ښکيل شول، کابل يې وران کړ او د جهاد د بدنامي لامل وکرزيدل، نو ايا مطلقاً په مجاهد او جهاد پسې بد رد ويل به مناسب کار ده؟
جهاد او مجاهد ته د بد رد ويلو پرځاى راځئ چې د هوا او هوس هغه مزدوران وغندو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه، د دين او وطن نوم يې واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه.
پرون يې افغان بچيان د وطن او دين دښمن په نوم په يو او بل ووژل او نن ورسره د ټاکنيز تکټ د جوړولو لپاره ورته جرګې ورليږي. پرون يې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره ايتلافونه جوړوي.
زه د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يم. خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپيڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼم او دغه ناوړه کړنې د هيواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفأ بولم.

ليکوال؛ عبدالوحید وحید