پوره يو څلویښت کاله وړاندې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د کمونستانو پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ
هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ
هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه
د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې لاهم نه ده ختمه شوې.
د تره کي حفيظ الله امین ببرک کارمل نجيب او نورو کمونستانو د اتڼونو ورځ خو د ملت او ولس د ماتمونو ورځ!
د ولسمشر محمد داود خان او ټولې کورنئ د عامه وژنې ورځ چې تورسرې او د دريو اونيو ماشومان هم پکې شامل وه.
له عدلي او قضايي پروسې پرته په بلدوزرو باندې د لاس تړلو بنديانو له خاورو لاندې کولو د پيل ورځ.
د کور کالي ډوډئ تر غولونکي شعار لاندې د کليو د بمباردول د خلکو په کتارونو باندې د مرميو چلولو د بدبختي د بنسټ ايښودلو ورځ.
د اتلسو لکو افغانانو د بي رحمانه او وحشيانه وژلو د پيل ورځ.
له هغې ورځې وروسته بيا تر ننه مو نو سهار او ماښام په جګړو او وژنو پیل او پای ته رسیږي.
دا چې د ثور ۷ نېټې بې وزلي کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې وېشلو، خلقيان او پرچميان يې د پردئ مفکورې د ترويج لپاره کرايې قاتلان جوړ کړل، د هېواد مینه او افغاني انګیزه یې ورڅخه سلب کړه، نو ملت او ولس مو په تلپاتې ناورين اخته شو. ځکه باید اوس مونږ لسګونه کلونه د قدرت د وږو انسانانو د د اماره بالسؤ نفس، شيطاني هوس او دوزخي حرص بيه ورکوو.

کمونیستانو د پرولتاريای جهان د حمايت چيغې ووهلې ؛ خو په افغانستان کې يې کارګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل !!!

يوازې د لغمان ‎ عليشنګ ولسوالۍ په «قلعه نجیل »کې يې شپږ نيم سوه تنه همدغه کارګران ژوندي په خاورو کې خښ کړل !!! په کنړ کې يې د کرهاله په سيمه کې ١۲۶٠ تنه بزګران د ايمان په جرم په يو ځای په ګولیوغلبېل غلبېل کړل !!!

دهرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلیریشت زره بې ګناه افغانان دټانکونوترچاینونولاندې کړل ….!!!،

په افغانستان کې دهغه مهال پوځي لوی سلاکار جنرال(الکساندرمایوروف) په خپل کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکي چې:

«دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!

جنرال اليکسنادر مایوروف لیکي چې ببرک کارمل به ویل چې:«هرڅه به ترکمونېزم اولېنینیزم ځا ر کړي او….

هغوی په ډېر جرئت سره دا خبره کوله چې :

« د افغانستان له پا ره يوازې کمونیستان بسنه کوي او نور خلک بايد ټول د هغوی په پښو کې قرباني شي.

د همدغې پروسې د تطبيق له پا ره د ١٣٥٨ کال د مرغومې په ٦مه نېټه کمونیستانو روسان هم زمونږ په هېواد راوخيځول !!!

کمونیستانو نه ملا پرېښود ، نه پير ، نه يې په محصل او متعلم صرفه وکړه او نه په فني او مسلکي خلکو ، هره ورځ په زرګونو خلک نيول کېدل او تر شکنجو وروسته يا دآمو سندته غورځول کېدل اویا په پلیګونونو اونوروځایونوکې کې ژوندي ترخاورو لاندې کېدل !!

په افغانستان کې روسى جنرال(الکساندرمایوروف) په خپل کتاب کې لیکي چې:

«دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!

که شورويان د څوارلس زره او امريکايان د دوه نيم زره عسکرو له وژلو وروسته په خپلو ناکاميو باندې فکر کوي چې دا لاره د بريا نه ده، نو مونږ د شااوخوا دوه مليونه افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.
نور جنګ بس دی.
نوره مو حوصله ختمه ده. هره کوڅه مو له يتيمانو ډکه ده. نورې مو اوښکې وچې دي. نور مو مه وژنئ.

عبدالوحید وحید