د افغانستان له ټولو ولایتونو نږدې درې زره مشران، دیني عالمان، د مدنې او سیاسې خوځښتونو استازې  او مخور خلک په‌دې جرګه کې د ګډون لپاره بلل شوي.

د دې جرګې د تنظیموونکي کمېسیون د دارالانشاء مرستیالې ناهید سرابي  د جرګې د اجنډا په اړه وویل:

“سولې ته د رسېدو تعریف او څرنګوالی او د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو چوکاټ هغه دوه اجنډاوې دي چې د سولې په لویه مشورتي جرګه کې پرې بحث کیږي. د لویې جرګې ټول ګډونوال په کاري ګروپونو ویشل کیږي او بیا په همدې دوو موضوع ګانو بحث وکړي.”

د سولې لویه مشورتي جرګه په کابل کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي چې امنیتي چارواکي ورته د کلک امنیت له نیولو ډاډ ورکوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ کاندیدانو او ځینو سیاستوالو ویلي چې په‌دې جرګه کې برخه نه اخلي.

 خو ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بهیر ته په اشاره وايي، دې ته اړتیا ده چې د سولې په اړه د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واورېدل شي.

ښاغلي غني وویل افغانستان د جرګو او مشورو وطن دی او په دې برخه کې ټول شموله مشوره یو اساسي اړتیا ده.

هغه وویل: “د دې اړتیا ده چې د افغانستان د ګوټ ګوټ نه واورو چې د جګړې بیه څه ده او د سولې هیله په څه ډول مدیریت کېږي، موږ د جرګو وطن یو، د مشورو وطن یو، یو ښکاره اړتیا ده، سوله په یوه ورځ نشي راتلی.”

نوموړي همداشان وویل چې “د سولې په اړه نیت او اراده رامنځته شوې، چې په یوې روښانې تګلارې سره به یادې نتیجې ته ورسېږو.”