دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني له‌خوا رابلل شوې ده.

په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.

د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي.ټاکل شوې په راتلونکو څلورو ورځو کې د جرګې ګډون کوونکي په لسګونه کاري کمېټو کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان حکومت ته مشوره ورکړي.

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ۱۲ ولسمشریزو نوماندانو په ګډون ځینو سیاسي څېرو دغه جرګه تحریم کړه.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرانېستې په مراسمو کې وویل:

“د لویې جرګې یوه وړه لاسته راوړنه به دا وي که درې زره تنه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راټول او سره به وویني او دا هم د دولت او ملت جوړونې لپاره مهم دي.”

دغه برخه د ولسمشر د وینا، د جرګې د مشر او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو په شمول دي.

د ولسمشر غني له وینا وروسته، د جرګې مشر د ولسمشر له‌خوا ټاکل کېږي.

د جرګې د مشر له ټاکل کېدو وروسته، اداري پلاوی ټاکل کېږي او وروسته کاري کمېټې کار پیلوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه به ۵۱ کاري کمېټې ولري چې هره کمېټه به ۷۰-۸۰ غړي ولري.

د سولې مشورتي لویې جرګې غړي په لومړۍ او دوهمه ورځ په کاري کمېټو کې بحث کوي او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون د مشر په وینا، په کاري کمېټو کې د بحث لړۍ د رسنیو له‌خوا نه‌خپرېږي.

د لویې جرګې په درېیمه ورځ، کاري کمېټې خپل راپور اداري پلاوي ته وړاندې کوي چې دغه لړۍ به د رسنیو له‌خوا تر پوښښ لاندې ونیول شي. د پای برخه یا غونډه به په څلورمه ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ وشي او په هغې کې به د بحثونو نتیجه په یوه پرېکړه‌لیک یا اعلامیه کې خپره شي.