د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد وايي، د سولې لپاره باید ټول لوري خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د سولې هر بریالي بهیر لپاره باید ټول لوري وسله پر ځمکه کېږدي. د دې لپاره چې دا هدف تر لاسه شي، د تاوتریخوالي کچې پر ټیټولو د ټولو لوریو هوکړه اړینه ده او اخلاقاً مسئولانه انتخاب دی، موږ چمتو یو

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې له یوې ورځې دمې وروسته د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې نن شنبه می څلورمه بیا پیل شوې.

د خبرو دغه شپږم پړاو کې پرون دمه وه او نن شویو خبرو کې د طالبانو په وینا د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع یو څه پرمختګ شوی دی، خو امریکا یې په اړه څه نه دي ویلي.

قطر کې د بي بي سي خبریال شعیب شریفي وايي، داسې ښکاري چې د تېرې اونۍ لانجه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.

امریکايي استازی زلمی خلیلزاد دا ځل هڅه کوي چې د نورو خبرو تر څنګ پر طالبانو ومني چې که اوربند نه کوي، لږ تر لږه تاوتریخوالی باید کم کړي.

هغومره چې امریکایان پر اوربند ټینګار کوي، همدومره طالبان اوربند ته حساسیت ښيي