په قطر کې د افغان سولې د روانو هڅو په لړ کې د دریمې ورځې خبرو په ځايي وخت د شپې تر نهو بجو دوام وکړ، د دې خبرو په پایله کې د طالبانو مرکچي پلاوی او امریکايي چارواکي چې دوه یې پوځي افسران او پاتې نور یې د مېرمنو په ګډون ملکی کارکوونکي و، یو له بل پسې د غونډې له خونې راووتل، دوی خوښ ښکارېدل او سم لاسي له قطري چارواکي سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو لپاره پر یوه مېز راټول شول.

د بي بي سي خبریال شعیب شریفي چې د خبري پوښښ لپاره دوحې ته ورغلی، وايي، یوې سرچینې چې په دې خبرو کې یې برخه لرله بي بي سي ته وویل د پرون ورځې خبرو له پیل وړاندې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سهار مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبد الغني برادر سره وکتل.

دا سرچینه وايي له دې کتنې وروسته هم په خبرو کې او هم پر ټویټر بیانونو کې د ښاغلي خلیلزاد لهجه بدله شوه. ښايي د دې سرچینې اشاره پر ټویټر د زلمي خلیلزاد پروني پیغام ته وي چې ویې ویل د هرې سولې پایله د ښکېلو خواوو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودل وي، ده زیاته کړې امریکايان دې ګام پورته کولو ته چمتو دي.

له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد ویلي و له طالبانو یې غوښتي وسلې وغورځوي، دې څرګندونو د طالبانو غبرګون را وپاراوه او یوه ویاند یې پر ټویټر پیغام کې وویل امریکا دې د طالبانو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودلو خبره هېره کړي.