په کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه له پنځه ورځني بحث او مشورو وروسته پای ته ورسېده. جرګې په خپل پرېکړه لیک کې افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د سولې پروسې کې ټولو ښکېلو اړخونو سره له تفاهم وروسته د اعلامېې په ټکو د بهرنېو ځواکونو مسولانه وتلو لپاره عملي مهال وېش تنظیم کړي. د جرګې وروستۍ غونډې ته وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د جرګې پرېکړه لیک به د دولت تګلاره او د عمل پلان وي. دې ۲۳ فقریزز پریکړه لیک کې د دایمي اوربند غوښته شوې.

ښاغلي غني د هغه په وینا د ښه نیت او روژې میاشتې ته درناوي لپاره د طالبانو د ۱۷۵ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، که طالبان چمتو وي حکومت د اوربند په اړه هم بحث ته چمتو دی.

دا جرګه چې ګڼو سیاسي ګوندونو ورسره پرېکون کړی و، له ۳۰۰۰ د زیاتو کسانو په ګډون د دوشنبې پر ورځ پیل شوې وه. د جرګې په پرېکړه لیک کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د یو بل پرضد د تبلیغاتو درولو او د بېړني او دایمي اوربند اعلانېدو او تطبیقېدو ټینګه غوښتنه وشوه. د جرګې د پرېکړه لیک له مخې، افغان دولت او طالبان باید د یو بل له بندیانو سره انساني چلند او د بندیانو د تبادلې او خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

د یادې جرګې، چې ۳۲۰۰ کسانو ګډون پکې کړی و، پاییزې غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپله وینا کې وویل، د روژې په خاطر او جرګې ته په درناوي د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشي کوي، چې له کلونو راهیسې بندیان دي:

“له طالبانو غواړم چې کابل یا نورو ولایتونو ته خپل استازي را واستوي، چې دا بندیان ور وسپارو”. هغه دا هم وویل، چې د بندیانو خوشي کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري.

عبد رب الرسول سیاف د لویې جرګې پای کې وغوښتل چې د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د عالمانو جرګه وشي او پکې د دیني مسلو متفاوت اخیستود یا برداشت په هکله پر اختلاف بحث وشي او دا ډول اختلافات اوار کړل شي.

نوموړي د طالبانو او ولس ترمنځ اصلي اختلاف له مختلفودیني مسلو مختلف برداشت وباله.

هغه دا هم وویل، چې د لویې جرګې د ګډوډۍ لپاره ډېر ګواښ او هڅې وې، خو امنیتي ځواکونو شنډې کړې.

ښاغلي سیاف له ولسمشر وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په مادي او معنوي ډول ونازوي.