د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د مشورتي لویې جرګې په پای کې اعلان وکړ چې د سولې د پروسې په وړاندې د ښه نیت ښودلو لپاره ۱۷۵ طالب بندیان خوشي کوي. ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په پاییزه وینا کې پر طالبانو ږغ وکړ خپل پلاوی کابل یا کوم بل ولایت ته ورولېږي او خپل یندیان ورسره یوسي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې په هیواد کې دننه د سولې خبرې پیل کړي.

ده د اوربند په اړه د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې په ځواب وویل چې حکومت به په دې برخه کې اقدام وکړي.

ولسمشر وویل چې حکومت حاضر دی چې اوربند اعلان کړي خو شرط دا دی چې طالبان هم د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې اوربند اعلان کړي.

«خو، اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو.

ولسمشر زیاته کړه«مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې او په نورو اقداماتو کې به یې ټکي په ټکي په پام کې نیسم.»