د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محاکمې پر مهال ومړ

د مصر دولتي تلویزیون اعلان کړی چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محکمې په جریان کې مړ شوی دی. محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته عبدالفتاح السیسي پرې کودتا وکړه او له واکه یې لېرې کړ. د رویټرز خبري آژانس [...]

By |2019-06-18T05:59:30+00:00جون 18th, 2019|خبرونه|0 Comments

ولسمشرۍ ماڼۍ: ولسمشر غني به د افغانستان او انګلستان لوبډلو لوبه له نږې وګوري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د افغانستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ کېدونکې لوبه له نږې وګوري. ټاکل شوې د افغان او انګلیسۍ لوبډله نن سه شنبه د جون ۱۸مه د کرېکټ د پنځوس اوره لوبو په نړیوال جام کې د یو بل پر وړاندې لوبې ډګر ته لاړې شي. [...]

By |2019-06-18T07:41:34+00:00جون 18th, 2019|خبرونه|0 Comments

ملابرادر د سولې خبرو اترو لپاره چین ته تللی دی

افغان طالبانو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دې ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر سمبالوونکی ملا عبدالغني برادر له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د غږېدو له پاره بېجېنګ ته تللی دی. سرچینې وایي طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر له اووم پړاو وړاندې د [...]

By |2019-06-17T04:28:17+00:00جون 17th, 2019|خبرونه|0 Comments

ولسمشر غني په رسمي بلنه انګلستان ته روان شو

افغان ولسمشر غني د انګلستان په رسمي بلنه نن سهار له يوه لوړپوري دولتي پلاوي سره لندن ته تللی. د ارګ لخوا خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني به د دغه سفر په لړ کې له برتانوي چارواکو سره د کتنې ترڅنګ په منچستر ښار کې د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ [...]

By |2019-06-16T10:43:56+00:00جون 16th, 2019|خبرونه|0 Comments

عمان خلیج کې برید؛ د سعودي د چټک او غوڅ ځواب غوښتنه

د ایران او امریکا ترمنځ د روانې ترینګلتیا او په تېره پر دوه تېل لېږدوونکو بېړیو د بمي برید په پایله کې د سعودي عربستان ولیعهد پر ایران سختې نیوکې کړي او دغه هېواد یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل بللی. محمد بن سلمان له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي هېواد [...]

By |2019-06-16T07:12:45+00:00جون 16th, 2019|خبرونه, سیمه او نړۍ|0 Comments

ولسمشر غني: ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دي

افغان ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله ټلواله جوړه شي. د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته وینا کې هغه وویل چې له دې لارې به د سولې هڅې سره همغږې شي او د خبرو اترو لپاره به [...]

By |2019-06-15T06:21:00+00:00جون 15th, 2019|خبرونه|0 Comments

دسولې عالي شورا: جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ،د اسانتیا لپاره چمتوالی ښودلی دی

د سولې شورا ویاند غفور احمد جاوید وايي، جرمني د دې او بیا ازبکستان او خپله جرمني کې د راتلونکو ناستو لپاره اسانتیا برابروي. ''جرمني مختلفې اسانتیاوې برابرولای شي، لکه همغږي د اړیکو جوړول، هغه هېوادونه چې ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي لري هغه ډېر مهم دي او جرمني هم دا ډول هېواد دی چې [...]

By |2019-06-12T05:54:01+00:00جون 12th, 2019|خبرونه|0 Comments

وسله والو طالبانو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. دغې ډلې په یوه علامیه کې ویلي چې طالبانو تل د حکومت له نیول شویو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازدیدو هرکلی کوي، او [...]

By |2019-06-11T11:26:12+00:00جون 11th, 2019|خبرونه|0 Comments

کورنیو چارو وزارت: لسګونه طالب بندیان له زندانونو خوشي شوي

 کورنیو چارو وزارت لسګونه طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي، دا کسان د هغو نژدې ۹۰۰ بندیانو له منځه دي چې ولسمشر غني يي د اختر په ورځ د خوشي کېدو اعلان کړی و. د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ويلي، له تېرې ورځې راهیسې د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، [...]

By |2019-06-11T05:23:42+00:00جون 11th, 2019|خبرونه|0 Comments

خلیلزاد: سولې بهیر نوي پړاو ته ننوځي

فغان سولې لپاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد وايي د افغان سولې بهير يوه نوي پړاو ته ننوځي، نو افغانان بايد تر پخوا هر کله اوس خبرو کې ډېر ښکېل شي. د ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې پلازمېنه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د نوموړي له کتنې وروسته مخې ته راغلې. [...]

By |2019-06-10T05:47:59+00:00جون 10th, 2019|خبرونه|0 Comments