د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تقویتي نوملیکنه پیل شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د تېرو پارلماني ټاکنو د رودې کارولو سره د رایه ور کوونکو ملاتړې یا تقویتي نوملیکنه پیل شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسون مشرې حوا عالم نورستانۍ د شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې دا بهیر به د جون میاشتې له اتمې( د غبرګولي ۱۸) پیل او [...]

By |2019-06-09T03:15:53+00:00جون 9th, 2019|خبرونه|0 Comments

زلمي خلیلزاد د خپلو سفرونو اووم پړاو پیل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې او اروپایي هېوادونو د سفرونو د اووم پړاو په پیلېدو سره ویلي چې د افغانستان د سولي پروسه ګړندۍ کېدل غواړي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په واشنګټن کې تر دوو اوونیو تم کېدو وروسته څو هېوادونو ته خپل بل [...]

By |2019-06-02T05:18:03+00:00جون 2nd, 2019|خبرونه|0 Comments

د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې په افغانستان کې د شونې اوربند په تړاو هیلې مړاوې کړې دي

طالب مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل اختريز پیغام کې ویلي، تر څو چې د دغې ډلې موخي نه یي ترلاسه شوي جګړې ته دوام ورکوي. د طالبانو مشر دغه پیغام په افغانستان کې د شونې اوربند په تړاو هیلې مړاوې کړې دي. ملا هبت الله پر امریکايي لوري غږ کړی چې د سولې [...]

By |2019-06-02T05:06:55+00:00جون 2nd, 2019|خبرونه|0 Comments

د امریکا په ویرجینیا بيچ ساحلي ښار کې یو بریدګر ۱۲ تنه وژلي

د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې پولیس وايي، چې د دغه ایالت ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ په ودانۍ کې د یوې مغازې ناراضي کارکوونکي د جمعې د ورځې په مازیګر ( مۍ ۳۱ مه) په یو برید کې مخکې له هغې، چې د پولیسو له خوا ووژل شي ۱۲ تنه وژلي دي. د دغه [...]

By |2019-06-01T07:59:23+00:00جون 1st, 2019|خبرونه, سیمه او نړۍ|0 Comments

د اسلامي همکارۍ سرمشریزه کې افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره کتلي

د افغانستان ولسمشر پرون جمعه په سعودي عربستان کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، غني او عمران خان په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ د سازمان د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د خبرو موقع پیدا کړه. هغوی پر دوه اړخیزو اړیکو او [...]

By |2019-06-01T03:48:03+00:00جون 1st, 2019|خبرونه|Comments Off on د اسلامي همکارۍ سرمشریزه کې افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره کتلي

دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو له زندانه ۲۸ بندیان خوشي شول

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ کې افغان ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له بنده ۲۸ بندیان خوشي کړي، چې ۱۶ یې ولسي وګړي او ۱۲ نور امنیتي او دفاعي سرتېري دي. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې عملیاتو کې دوه طالبان وژل شوي او [...]

By |2019-05-30T06:03:49+00:00مې 30th, 2019|Uncategorized, خبرونه|0 Comments

د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ لیدنې دوام لري

نن چهارشنبه په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د دوهمې ورځې لپاره لیدنې دوام لري. د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی نن هم په مسکو کې تېروي، څو دغلته له کابله د ورغلیو یو شمېر افغان سیاستوالو او د روسیې د حکومت له استازو سره وګوري. تمه کیږې چې دا [...]

By |2019-05-29T05:24:48+00:00مې 29th, 2019|خبرونه|0 Comments

ملا برادر: د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري

د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر ویلي، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره مهمه ده چې لومړی د بهرنیانو لخوا د دې هېواد "اشغال" ختم شي. نوموړي دا څرګندونې په مسکو کې له روسي چارواکو او افغان سیاسي مشرانو سره [...]

By |2019-05-29T04:39:55+00:00مې 29th, 2019|خبرونه|0 Comments

د مسکو په ناست کې افغان سفیر او د سولې شورا مشر هم ګډون کوي

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان سفیر او د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس به په مسکو کې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په ناسته کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې د افغانستان او روسيې د سل کلنو اړیکو په نمانځنغونډه او په مسکو کې د سولې په بین الافغاني [...]

By |2019-05-28T09:25:11+00:00مې 28th, 2019|خبرونه|0 Comments

مسکو کې د افغانستان او روسیې د خپلمنځي اړیکو د سلمې کلیزې په څنډه کې د سولې خبرې

مسکو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په رسمي مراسمو کې د ګډون په پلمه یو ځل بیا یو شمېر افغان سیاستوال او طالب استازي وربللي دي. مسکو نن سې شنبه او سبا چهارشنبه د روسیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځلو په پلمه د [...]

By |2019-05-28T04:48:47+00:00مې 28th, 2019|خبرونه, سیمه او نړۍ|0 Comments