افغانستان لومړی ځل د ډي‌اېن‌اې څېړنیز مرکز پرانیزي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت عدلي طب په لومړي ځل نن د DNA د څېړنو مرکز پرانیزي. د ډي، این، اې، هغه معاینات دي چې د یوه کس جنیتیک هویت او د ډېرو ارثي او جنايي کړنو رېښه معلوموي، ډاکټران وايي د مور ـ پلار او نسب د معلومېدو لپاره د DNA معاینه تر [...]

په چين کې ٥ جي انټرنېټ فعاله شو

په چين هېواد کې په رسمي ډول د ٥ جي انټرنېټ سرويس فعاله شو، بلکې د دې تر څنګ هېواد يو ځانګړى اعزاز هم په خپل نوم کړ. اوس مهال په امريکا، برېتانيه او جنوبي کوريا کې د ٥ جي (فيفت جنرېشن يا پنځم نسل) انټرنېټ سرويس په ځينو خاصو ځايونو کې شته، خو چين [...]

By |2019-11-03T06:36:37+00:00نوومبر 3rd, 2019|خبرونه, ساینس او تکنالوژي|0 Comments

د ۲۰۱۹ د فزیک نوبل جایزه درې ساینس پوهانو وګټله

درې ساینس پوهانو په ګډه د ۲۰۱۹ کال د نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. فیزیک پوه جېمز پېبلېز او دوه نورو سویسي ستوری پېژندونکي مایکل مېیار او ډایډير کوېلوز د سږنۍ نوبل جایزې ګټونکي اعلان شوي دي. فزیک پوه پېبلېز ته د کایناتو د تکامل په برخه کې د څېړنې او مېیار او لمر ډول [...]

By |2019-10-10T05:39:40+00:00اکتوبر 10th, 2019|خبرونه, ساینس او تکنالوژي|0 Comments

د افغانستان اټومي انرژۍ عالي کمیسیون، تاریخ او فعالیت

د اټومي انرژۍ نوم چې یاد شي، خلک فکر کوي چې اټوم بم او یا هستوي وسلې به جوړوي، دا فکر تر ډېره د هغو هېوادونو په برخه کې صدق هم کوي چې اټومي وسلې لري او یا یې د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده. دا مهال د نړۍ له ۱۹۵ هېوادونو یوازې ۹ هغه [...]

By |2019-08-28T05:49:29+00:00اګست 28th, 2019|خبرونه, ساینس او تکنالوژي|0 Comments

کوډ جوړوونکې افغان نجونې؛ یو تصور چې رښتینی شو

فرشتې فروغ د افغانستان په هرات کې داسې لومړنی مرکز پرانیست، چې نجونې په کې د انټرنېټي لوبو، اپلیکشنونو او موبایل ټیلیفوني پروګرامونو کوډېنګ زده کوي. نوموړې وايي، تر اوسه نژدې ۱۵۰ نجونو دغه تخنیک زده کړی دی. له دغه مرکزه لومړی ۵۰ نجونو زدکړه بشپړه کړه او ۷۰ سلنه یې په کار هم بوختې [...]

By |2019-08-21T06:10:12+00:00اګست 21st, 2019|خبرونه, ساینس او تکنالوژي|0 Comments

يوټیوب کې کارکوونکې ماشومه د ۸ ميليونه ډالرو مالکه شوه

د سويلي افريقا ۶ کلنه ماشومه چې په يوټیوب کې د خپلو ویډيوګانو په مرسته په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده او د خپل يوټیوب چېنل څخه يې په ميليونونو ډالر ګټلي دي، نږدې ورځو کې يې د ۸ ميليونه امريکايي ډالرو جايېداد واخيسته، چې په افغانيو کې ۶۴۰ ميليونه افغانۍ جوړېږي. دغه ماشومه [...]

By |2019-07-29T09:12:50+00:00جولای 29th, 2019|ساینس او تکنالوژي|0 Comments

د ځیرک مبایل اخیستلو پرمهال کوم څیزونه باید په پام کې ونیسو؟

ځیرک موبايلونه نن سبا زموږ د ژوند يوه برخه ګرځيدلي، چې موږ يې د اړيکو لپاره، د تصويرانو اخيستلو لپاره، د انټرنيټ لپاره او آن تر دي، چې د پاور بينک (Power Bank) په حيث يې هم استعمالوو. په بازار کې د بېلا بېل موبايلونو د شتون له وجهې د داسې موبايل اخیستل چې زموږ [...]

By |2019-07-24T09:34:01+00:00جولای 24th, 2019|ساینس او تکنالوژي|0 Comments

فیسبوک میسینجر ته د Unsent توکمه زیاته کړه

د نړۍ مشهوره ټولنیزې شبکې فیسبوک په خپل پیغام لیږونکي اپ یا میسینجر کې د Unsent یا د استولي مسج بیرته پاکولو توکمه ور زیاته کړه. ددې توکمې په مټ به کاروونکی وکولی شي لیږلی مسج بیرته راوګرځوي او د مقابل لوري له مسنجر څخه ډیلیټ کړي. لدې وروسته به خلکو ته دا آسانتیا ورپه [...]

By |2019-07-24T09:10:54+00:00جولای 24th, 2019|ساینس او تکنالوژي|0 Comments

مایکروسافټ هېوادونو ته رشوت ورکولو له امله جریمه شوه

مایکروسافټ کمپنۍ په هنگري او ځینو نورو هېوادونو کې دولتي کارکوونکو ته د رشوت ورکولو له امله د ۵۳ لکه امریکايي ډالرو د جریمې ورکول منلې . د امریکا د عدليي څانگه وايي چې د مایکروسافټ کمپنۍ به ۸۷ لکه امریکايي ډالر جریمه کړي، چې دغه جریمه به درې کلن تړون پر بنسټ وي او [...]

By |2019-07-24T06:39:20+00:00جولای 24th, 2019|خبرونه, ساینس او تکنالوژي|0 Comments