د ۱۹ کلنو کرېکټ جام: د افغانستان دویمه پرلپسې بریا

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان نن جنوري ۲۲ مه د سویلي افریقا په پوتشيفستروم ښار ګوټي کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټولو [...]

By |2020-01-22T20:53:21+00:00جنوري 22nd, 2020|خبرونه, راپورونه, لوبې|0 Comments

د ۱۹ کلنو کرېکټ جام: افغانستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړیوال ۵۰ اوریزه جام لوبو کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. د سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو کم هدف وټاکه چې [...]

By |2020-01-18T05:14:54+00:00جنوري 18th, 2020|خبرونه, لوبې|0 Comments

افغان کرېکټ لوبغاړي د شل اوره لوبو د درجه بندۍ په سر کې

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۰ کال د شل اوره کرېکټ لوبو په نوې درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي دي. د شل اوره (T20I) لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې راشد خان د ۷۴۹ پاینټونو (نمرو) په ګټلو لومړی ځای خپل کړی او مجیب الرحمن [...]

By |2020-01-13T04:44:33+00:00جنوري 13th, 2020|خبرونه, لوبې|0 Comments

افغان لوبغاړې د ‘بې حجابۍ’ له کبله یو کال له لوبو بې‌برخې شو

د افغانستان د باولېنګ ملي فدراسیون د یوه کال لپاره لوبغاړې فضیله حورزاد د 'بد حجابۍ' له کبله له لوبو منع کړې ده. اغلې حورزاد د فدراسیون د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د تل لپاره به له ورزش سره خدای پاماني وکړي. هغې بي بي سي ته د فدراسیون له خوا د وړاندې [...]

By |2019-12-28T09:24:45+00:00دسمبر 28th, 2019|لوبې|0 Comments

کرېکټ: افغانستان له وېسټ انډیز نه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه وېسټ انډیز ته د شل اوریزو سیالیو د لړۍ دېیمه او مهمه لوبه کې په ۲۹ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله. دې لوبه کې رحمان الله ګربز د افغانستان لپاره ښه وځلېد او په ۵۲ توپونو یې ۷۹ [...]

By |2019-11-18T05:48:01+00:00نوومبر 18th, 2019|لوبې|0 Comments

افغان کرېکټ بورډ وېسټ انډيز سره لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

افغان کرېکټ بورډ له ویسټ انډیز سره د یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي. افغان لوبډله به له ویسټ انډیز سیالانو سره درې یوه ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټیسټ لوبه وکړي. افغان کرېکټ بورډ وايي، اصغر افغان، حضرت ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، [...]

By |2019-10-29T07:28:22+00:00اکتوبر 29th, 2019|Uncategorized, لوبې|0 Comments

کرېکټ: مس عینک د شپږیزې اتلولي وګټله

د افغان شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو کې مس عینک لوبډلې له بند امیر ښامارانو سره د پایلوبې سیالۍ کې په څلورو وېکټو بریا خپله کړه. د دغې سیالۍ پچه مس عینک ګټلې وه او لومړی یې توپ اچوونه وکړه. بند امير ښامارانو د پايلوبې لومړۍ پاڼې کې مس عينک اتلانو ته ۱۵۵ منډې هدف ټاکلی [...]

By |2019-10-21T04:32:10+00:00اکتوبر 21st, 2019|لوبې|0 Comments

شپږیزه کرېکټ لیګ: کابل بازانو بند امیر په ۳۵ منډو مات کړ

د افغانستان د کورني کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو له بند امیر ښامارانو په ۳۵ منډو لوبه وګټله. د افغانستان د کورني کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو د شپږو لوبډلو ترمنځ نن (تله ۱۵) په کابل کې پیل شو. دغه سیالۍ چې د کرېکټ بورډ اړوند لوبغالي کې [...]

By |2019-10-08T04:38:57+00:00اکتوبر 8th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments

د شپږیزې کرېکټ لیګ کابل کې پیل شو

د افغانستان د کورني کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو د شپږو لوبډلو ترمنځ نن (تله ۱۵) په کابل کې پیل شو. دغه سیالۍ چې د کرېکټ بورډ اړوند لوبغالي کې ترسره کیږي، نننۍ لوبه د راشد خان په لوبډلمشرۍ د "بند امیر ښامارانو" او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د "کابل بازانو" ترمنځ ترسره کیږي. [...]

By |2019-10-07T05:54:43+00:00اکتوبر 7th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه

د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د درې اړخیزه کرېکټ سیالیو لړ کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ شل اوریزه لوبه افغانستان په ۲۸ منډو وګټله. د دغې لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان د ټولو شلو اوورنو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل [...]

By |2019-09-16T13:30:40+00:00سپتمبر 14th, 2019|لوبې|0 Comments