فوټبال؛ افغان لوبډلې بنګله دېش مات کړ

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د اسیايي ملتونو جام ټاکنیزو لوبو دویمه سیالۍ کې بنګله دېش ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ور کړه. په دې لوبه کې اویس عزیزي، نجیم حیدري، حسن امین، امید پوپلزی، شریف محمد، نور حسین، فرشاد نور، ادم نجم، زبیر امیري، فیصل [...]

By |2019-09-11T05:54:18+00:00سپتمبر 11th, 2019|لوبې|0 Comments

د سریلانکا ۱۰ لوبغاړو پاکستان کې له لوبېدلو ډډه وکړه

د امنیتي اندېښنو له امله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې لس لوبغاړي پاکستان کې دریو یو ورځنیو او درې شل اوره سیالیو کې نه لوبېږي. دا لوبې د سپټمبر وروستیو کې پاکستان کې پیلېږي. دې لوبغاړو کې د سریلانکا د یو ورځنیو لوبو کپتان دیموت کرونارتني او د شل اوره لوبډلې کپتان لیست ملنګا او انجیلو [...]

By |2019-09-11T05:46:45+00:00سپتمبر 11th, 2019|لوبې|0 Comments

کرېکټ: افغانستان ټسټ لوبه کې بنګله دېش په لوی توپیر مات کړ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه کوربه هېواد بنګله دېش ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې په ۲۲۴ منډو لویه ماتې ورکړه. د افغانستان کپتان راشد خان په دې لوبه کې ټولټال ۱۱ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. نن دوشنبه بنګله دېش خپله دویمه پاڼۍ په داسې حال کې بیا [...]

By |2019-09-11T05:36:32+00:00سپتمبر 9th, 2019|لوبې|0 Comments

کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش او زمبابوې سره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان د کرېکټ بورډ راتلونکې سپتمبر میاشت کې د بنګله دېش د سفر لپاره د ټېسټ او شل اوریزو لوبو دوه جلا لوبډلې اعلان کړې دي. افغانستان به له کوربه هېواد بنګله دېش سره یوه تېسټ لوبه او بیا له بنګله دېش او زمبابوې سره شل اوریزې لوبې کوي. ټاکل شوې ده چې افغانستان [...]

By |2019-08-20T11:49:44+00:00اګست 20th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر ۲۹مه»د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شي. دغه سیالۍ چې د فوټبال اته لوبډلې پکې د یو او بل په وړاندې لوبېږي ټاکل شوې تر یوې میاشتې دوام ولري. د افغانستان فوټبال غوره لیګ کمېشنر خالد دلاور نن په [...]

By |2019-08-21T07:18:01+00:00اګست 20th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments

پر میسي درې میاشتې د نړیوالو لوبو بندیز لګول شوی

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبډلمشر لیونل میسي په کوپا امریکا کې د فساد د تور له لګولو له کبله په نړیوالو سیالیو کې د درېیو میاشتو لپاره د لوبېدو بندیز لګول شوی. میسي ۵۰ زره ډالره هم نغدي جریمه شوی دی. د بارسلونا دغه لوبغاړي پر یاد فدراسیون د فساد تور لګولی [...]

By |2019-08-04T05:58:24+00:00اګست 4th, 2019|لوبې|0 Comments

کرېکټ: د ټېسټ نړيوالې اتلولۍ څه ډول ترسره کېږي؟

د کرېکټ نړيواله شورا يا ای سي سي وايي د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ چې نهه لوبډېلې به په کې ګډون کوي د روان ۲۰۱۹ کال د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه پیلېږي. د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ کې به هند، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلنډ، اسټراليا، سريلنکا، پاکستان، وېسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کوي. [...]

By |2019-07-31T07:49:36+00:00جولای 31st, 2019|لوبې|0 Comments

فوټبال: ۱۶ کلنو ټيټ عمره افغان زلمیانو ایران مات کړ

د افغانستان له شپاړس کلنو د ټيټ عمره ملي لوبډلې د اسیا مرکز اتلولۍ سياليو کې د ایران له شپاړس کلنو ټيټ عمره لوبډله په یو صفر ماته کړه. دا سيالۍ په تاجکستان کې کېږي چې د دغه هېواد د شپاړس کلنو ملي لوبډله يې د ګډونوالو د نوملړ په سر کې ده. افغان تنکي [...]

By |2019-07-31T07:38:10+00:00جولای 31st, 2019|لوبې|0 Comments

د افغانستان کرکټ بورډ د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړى

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړى دى او ويلي يې دي، چې په شرايطو برابر کسان دې خپل غوښتنليکونه کرکټ بورډ ادارې ته ولېږي. د افغان لوبډلې مشر روزونکى پيل سيمونز دى، چې د ٢٠١٧ کال د دسمبر په مياشت کې يې د افغانستان کرکټ بورډ سره [...]

By |2019-07-29T05:33:28+00:00جولای 29th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments

فرحان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لنډه اعلامیه کې ویل چې فرحان یوسفزی یې د دې هېواد د کرېکټ بورډ عمومي رییس په توګه ګومارلی دی. نوموړی د عزیزالله فضلي پرځای ګومارل شوی دی د ارګ پر ټویټر او فیسبوک پاڼه خپاره شوي حکم کې راغلي: "‫د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر [...]

By |2019-07-24T11:03:09+00:00جولای 24th, 2019|خبرونه, لوبې|0 Comments