افغانان سولې ته د جنون ترکچې وږي دي. خو…

سوله د مصالحې او يا هم Reconciliation په معنى، د دوو او يا هم ډيرو دښمنانو ترمينځ د دښمني او جګړو د ختمولو په موخه د يوه بي پرې، بي غرضه، باوري او د دښمنانو له ګټو، حساسيتونو او غوښتنو خبر دريم کړي په مينځګړتوب د څه واخله او څه ورکړه پر بنسټ يوې جامع هوکړې ته رسيدل د سولې تعریف ګڼلاى شو.

زمونږ په هیواد شان جګړه ځپلي هېواد کې د سولې په موخه د د دريم ګړي لپاره اړين ګامونه
دريم ګړئ باید د جګړې د دواړو خواوو د ليدلورى په تړاو بشپړ معلومات ولر.
هغوى څه غواړي؟
له کوم ډول صورت حال څخه تشويش لري چې؟
د څه په هکله فکر کوي؟
د هغوى د پرېکړو کولو مراحل څه ډول جوړښت لري؟
ايا د هغوى په پريکړو باندي سياسي او يا هم نظامي فشار اغېزمن ثابتېداى شي؟
ايا د جګړې يو لورئ فکر کوي چې وخت او شرائط يې په ګټه دي؟
سولې ته د رسيدو په وړاندې کومې ستونځې، ګواښونه او خنډونه پراته دي؟
کله چې مذاکرات پيليږي نو هغه اساسي اړین او بنسټیز نکات کوم چې ورباندې کلک او غير متزلزل دريز ونیول شي او هيڅکله ورباندې معامله ونشي؟
د عمل په ډګر کې هغه کوم ګواښونه او امتیازات دي چې دريمګړئ له بنسټیزو او اساسي موخو څخه لاس په سر کيدو ته اړباسي؟
دسولې په تړاو يوې بشپړې هوکړې ته له رسيدو وړاندي په پورتنیو مختلو برخو کې د معلومات ترڅنګ يو تر بل سره د دغو مواردو تړل او همغږي مهم رول لوبوي.
د دريم ګړتوب د تګلارو د بريا په موخه مرکچي يا دريم کړئ باید په مذاکراتو کې د جګړې د دواړو خواوو لخوا د ګډون کونکو د پريکړو وړتیاوې، يووالي، يا هم د پريکړو په تړاو د هغوى د نيمګړتياوو، په ځانګړي توګه هوکړې ته د سولي په برخه کې په حکومتي چوکاټ کې د ننه ژور او پراخه اختلافاتو په هکله بشپړ معلومات ولري.
د افغانستان په شخړه کې د ذيدخله خواوو ترمنځ د اړيکو خورا ښکته او د بي باوري لوړه کچه د سوله پروسه او يوه جامع حل لارې ته د رسيدو هوډ او هڅې نورې هم پيچلې کوي.
د بيلګي په توګه د افغانستان اوسنى حکومت کمزورئ او پاشلئ ده. که لږ شاته لاړ شو او د طالبانو د وخت حکومت په هکله مطالعه وکړو هغوى تر اوسني حکومت څخه هم کمزورئ وه.
مونږ يقيناً پوهيږو چې که طالبان جګړه بس کوي او د سوله ايزې مبارزې لاره غوره کړي، نو په پوره باور سره ويلاى شو چې د جګړو د ختمولو په پايله کې د اختلافاتو له امله د هغوى حکومت هم کمزورئ او پاشلئ وي.
که څه هم د افغانستان ختيځ او لويديځ ګاونډي حکومتونه د اففانستان په هلکه تيت او پاشلي نظرونه لري، خو د پاکستان اردو، د ايران اخندان او سپاه پاسداران په بي رحمانه توګه په افغانستان کې د خپلو ناروا موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د يوه تړلي او متمرکز تعقیب وړتیاوې لري.
سولې ته د رسيدو لپاره د ذيدخله خواوو ترمنځ د اړيکو نشتوالئ هوکړې ته د رسيدو لپاره زمونږ د هيلو غوټئ رژوي.
د حکومت او طالبانو ترمنځ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په تړاو د حکومت بي باوري هغه ګواښونه دي چې سولې ته د رسيدو کاروان له خنډونو او ستونځو سره مخ کولاى شي.
بايد ومنو چې د سولې په موخه په مذاکراتو کې د دوو بنسټیزو کورنيو اړخونو يعنې حکومت او طالبانو ورهاخوا خورا ستونځمن بهرني بعدونه هم لري چې عمدتاً امریکا او پاکستان يادولاى شو. پورته ياد شوي هيوادونه زمونږ که زمونږ د ستونځو غوښنه برخه جوړوي، نو د حل په تړاو هم ياد هيوادونه مهم رول لري.
عبدالوحید وحید

د کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان پرله پسې ماتې/ جعفر هاند

د کرکټ نړيوال جام سياليو کې بيګا نیوزلينډ او جنوبی افریقا هم  له افغانستانه وګټله. افغانستان په داسې بېټېنګ لاین باندې تر دې ‌‌‌‌‌‌ډېره عالي لوبه کولې شوه. پارټنر شيپ ونشو، اورونه یې پوره ونه لوبول، حالت ته په کتو یې لوبه ونکړه او له لویه سره تر یو ‌‌‌‌‌‌ډول رواني فشار لاندې وو. کپتاني [...]

By |2019-06-16T06:12:01+00:00جون 16th, 2019|مقالې, مقالې او تبصرې|0 Comments

د جمهور رئیس د دندې مشروعیت د ټاکنو د نتایجو تر اعلانه پوری د اساسي قانون له نظره/ محمدظریف علم ستانکزی

زعامت او د دولت ریاست په ټولنو کې عامه ولایت حسابیږي، د ولسمشر تعین د اساسي قانون د(۶۱) مادې پربنسټ او د (۶۲) مادې له شرایط سره سم صورت مومۍ. د اساسي قانون د (۶۱) مادې (۲) فقره چې سیاسي جنجالونۍ په دغه وروستیو کې را پارولې دي. په دغه اړه مي وغوشتل تر څو [...]

By |2019-06-16T05:51:56+00:00جون 16th, 2019|مقالې, مقالې او تبصرې|0 Comments

ایا په افغانستان کې د سولې خبرې به له پیل مخکې له ناکامۍ سره مخامخ شي؟/ کای ایده

ایا د افغانستان د سولې بهیر وار له مخه له جدي ستونزې سره مخامخ دی؟  په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي- چې یو ښه کار دی. سولې او پخلاینې ته ځانګړې شوې لویه جرګه جوړه شوه خو ډیرو مخورو سیاسیونو تحریم کړه. په مسکو کې هم د افغان سیاسیونو یوې [...]

By |2019-06-16T05:43:27+00:00جون 16th, 2019|مقالې, مقالې او تبصرې|0 Comments

ایا د افغانستان اقتصادي وضیعت د ډاډ وړ دی؟/شعیب احمد رحیم

تېر مالي کال په افغانستان کې د حکومت له‌خوا په وړاندې شوو سترو اقتصادي لاسته‌ راوړنو کې لومړی د ۱۸۹ میلیارده افغانیو عواید راټولول، دويم ۸۷۵ میلیونه ډالرو ته د صادراتو لوړېدل او درېيم د شاوخوا ۱۲۴ ميلیارده افغانۍ پرمختیايي بودیجې لګښت ښودل شوی و چې د پلان شوې انکشافي بودیجې ۹۱ سلنه یې جوړوله. [...]

By |2019-06-16T05:34:30+00:00جون 16th, 2019|مقالې, مقالې او تبصرې|0 Comments

د افغان جګړې او سولې په اړه نوې محاسبې/سید انتظار خادم

د یویشتمې پېړۍ د نړیوالتوب په څپه کې هم فردي او هم ډله ییز سیاستونه بدل شوي دي. حکومت هرو مرو اړ دی چې نوې لار او کار پیدا کړي. ملي ‌سیاستونه، خپلواکي، ثبات او رغښت په زاریو نه راځي. دا سمه نه ده ووایو چې امریکا ۱۲۰۰۰ کیلومتره لرې د افغان ښځو د حقونو [...]

By |2019-06-16T05:26:07+00:00جون 16th, 2019|مقالې, مقالې او تبصرې|0 Comments

جګړه د حل لاره نه، ده/عبدالوحيد وحيد

افغانان د تاریخ په اوږدو کې جګړه ايز له يرغلونو سره د مبارزي او کورنیو شخړو ډک شاليد لري خو دغه قوم د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني، دوديزې او کلتوري ارزښتونه درلودلي او ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو [...]

By |2019-06-10T05:38:37+00:00جون 10th, 2019|مقالې او تبصرې|0 Comments

نړول نه، جوړول او بدلول غواړو/ عبدالوحید وحید

افغانستان دنړیوالو جغرافیایی پولو تر مینځ په یوه داسی لیکه پروت هیواد ده چه ولسونه يي دتاریخ په اوږدو کې دیرغلونو او ښکیلاکګرو له امله له خورا زیاتو ستونځو او ننګونو سره مخ شوی دي. دیرغلونو او ښکېلاک له ننګونو سره په مبارزه کې دبریاوو شاهد خو ددنظام او ملت جوړونې دستونځو او ننګونو په [...]

By |2019-05-29T05:09:27+00:00مې 29th, 2019|مقالې او تبصرې|0 Comments

نظام د سولې ورستیو هڅو کې ناغیړي کوي!/ نجیب الله عمری

د نظام یا سیستم شتون یوه هیواد کې هومره ارزښتناک دی، لکه د انسان تن کې د روح شتون، څنګه چې له روح پرته انسان دیوه هدفمند موجود په څیر نشي پاتی کیدلی همدا شان له نظام او سیستم پرته هیواد کې  د وګړو هوسا، نیکمرغه او اغیزمن ژوند هم نشي تیریدلی؛ بلکې برعکس هغه [...]

د ثور اتمه يا هم زمونږ د هيلو د غوټيو د رژيدلو ورځ/عبدالوحید وحید

خلكو چې په ښارونو او كليوالو سيمو كې د څوارلس كلن جهاد دروند بار په غاړه وړى و، تمه درلوده چې خپله هيله پوره وويني او په هېواد كې د قانوني دولت د لرلو، ملي حاكميت، سياسي خپلواكي ، زمكنئ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، پرمختګونو بيا ابادونې او له نفس سره ستر جهاد ته دوام [...]

By |2019-04-28T11:05:49+00:00اپریل 28th, 2019|مقالې او تبصرې|0 Comments

د ثور اوومه او ياهم زمونږ د تاريخ منحوسه ورځ!/عبدالوحید وحید

  پوره يو څلویښت کاله وړاندې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د کمونستانو پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې لاهم نه ده ختمه شوې. د [...]

By |2019-04-28T10:24:50+00:00اپریل 28th, 2019|مقالې او تبصرې|0 Comments